1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

م.م: په وردګو او کاپیسا کې هوايي بریدونو ۲۱ ملکیان وژلي

۱۳۹۷ مهر ۴, چهارشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د تیرو ورځو په ترڅ کې د میدان وردګو او کاپیسا په ولایتونو کې هوايي بریدونو ۲۱ ملکیان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/35W1j
Afghanistan UN-Bericht 30 Kinder nach Luftschlag getötet
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/A. Kakar

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي دي چې د شنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې په ترسره شوي یوه برید کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ تنه وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو په میدان وردګو ولایت کې د هوايي برید له کبله رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې ته هم اشاره کړي ده. د اعلامیې په حواله د لومړنیو پلټنو په اساس د یکشنبې په ورځ په میدان ودرګو ولایت کې یوه هوايي برید او د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۱۲ ملکیان وژل شوي دي.

اعلامیې ویلي چې په دې پیښه کې د وژل شوو کسانو په ډله کې ۱۰ تنه یې د ۶ او ۱۵ کلونو په منځ کې ماشومان دي او له دې ډلې څخه ۸ یې نجونې دي. ملګرو ملتونو دا هم ویلي دي چې تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې دغه هوايي بریدونه د ڼاټو ځواکونو او که یا افغان ځواکونو کړي دي.

Afghanistan | Luftangriff
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په عین وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د بریدونو په تړاو ویلي دي چې په میدان وردګو ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو ۸ تښتول شوي سرتیري آزاد شوي دي. د نوموړي په وینا دغه سرتیري طالبانو تښتولي ول او دا چې په دې عملیاتو کې ۱۱ یاغیان وژل شوي دي.

جاوید همدا راز ویلي دي چې د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو د راپورونو په هکله څیړنې روانې دي. افغان چارواکو په کاپیسا ولایت کې د هوايي بریدونو په هکله تراوسه کومه تبصره نه ده کړې.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ګرانت نیلي ویلي چې اوسمهال موږ په وردګو او کاپیسا ولایتونو کې خپل ټول معلومات ارزو او په دې هکله له خپلو افغان ملګرو او ځايي مشرانو څخه با اعتباره معلومات راټولوو. د ملکي تلفاتو موضوع ته په اشارې سره نوموړي وویل چې موږ د نورو په پرتله د ملکي تلفاتو د مخنيوي په برخه کې ډیر زیات پام کوو.

بل لوري ته ملګرو ملتونو د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د هوايي بریدونو په پایله کې د ۵۲ سلنه ملکي تلفاتو خبر ورکړی دی. دغه نړیوال سازمان ویلي دي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۴۹ ملکیان وژل شوي او ۲۰۴ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.