1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

م.م. په هوايي برید کې د ملکي تلفاتو د ادعا ارزونه کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما، د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د امریکا متحده ایالاتو د هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي کسانو د احتمالي وژل کیدو په اړه څیړنې کوي.

https://p.dw.com/p/3IQLj
Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

امریکا متحده ایالاتو د روانې میاشتې په پیل کې په فراه او نیمروز ولایتونو کې د مخدره توکو د تولید پر احتمالي مرکزونو باندې هوایي بریدونه وکړل. ویل شوي دي چې په دې بریدونو کې تر لسو ډیرې داسې ودانۍ چې مخدره مواد پکې تولیدیدل ویجاړي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې یوازې په فراه ولایت کې «۱۵۰ طالب جنگيالي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. خو طالبان بیا ادعا کوي چې دغه ودانۍ د دوی نه وې او دا چې په پیښه کې تر سلو پورې ملګې وګرو وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې «په فراه او نیمروز ولایتونو کې د مخدره توکو د جوړولو د احتمالي تاسیساتو پر ضد په هوایي بریدونو کې چې د نړیوالو ځواکونو له خوا تر سره شوي دي په فعاله توګه د ملکيانو د وژل کیدو د تورونو په اړه څیړنې کوي».

د یوناما له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغو سیمو ته لاسرسی اسانه نه دی او د ملکي تلفاتو د رامنځ کیدو ادعا د تائید له پاره هم ډیر«عملیاتي مشکلات موجود دي».

د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب په کابل کې د ناټو ځواکونو سمدستي د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

تیره میاشت یوناما یو رپوټ خپور کړ چې پکې راغلي ول چې په لومړي ځل د طالبانو او نورو یاغي ډلو په پرتله د ناټو او حکومت پلوه ځواکونو په بریدونو کې ډیر ملکيان وژل شوي دي.

(ms/nz (afp