1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منظور پشتین: د دولت نه، د ترهګرۍ او بې انصافۍ مخالف یو

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، په یوه تازه مرکه کې په شمالي وزیرستان کې له پوځ سره د رامنځ ته شوي تاوتریخوالي په هکله وایي چې داسې بریښي چې د دغه ډول وضعیت رامنځ ته کیدل ترمخه پلان شوي وو.

https://p.dw.com/p/3Joyn
#speakup barometer Pakistan l Manzoor Pashteen
انځور: Qurratulain Zaman

 کې په شمالي وزیرستان کې له پوځ سره د رامنځ ته شوي تاوتریخوالي په هکله وایي چې داسې بریښي چې د دغه ډول وضعیت رامنځ ته کیدل ترمخه پلان شوي وو.

د منظور پښتین، په خبره پښتون قوم بې وسه او مجبور دی او د سوله ایز احتجاج د جاري ساتلو پرته بله چاره نه شته. دغه څرګندونې هغه په پيښور کې د دویچه ویله د ارود څانګې له ځایي خبریال سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د شمالي وزیرستان د پيښې په هکله ده ولې ژر غبرګون و نه ښود او اوس  یې په هکله غبرګون ښيې وویل چې دوی د کوم تحقیق او شواهدو پرته کومه خبره نه کوي: «نو له دې کبله کله چې پیښه وشوه او ما تائید شوي معلومات او ویډیوګانې نه وې تر لاسه کړې تر هغه وخته مې په دې هکله څه ونه ویل.»

د رپوټونو له مخې تیره ورځ په پيښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، د احتجاجي پرلت د ختمولو له پاره پولیسو له زور زیاتي کار اخیستی دی. دغه پرلت په شمالي وزیرستان کې د رامنځ ته شوې پيښې په تړاو تر سره کیږي. پر دې سربیره د شمالي وزیرستان د پيښې په تړاو د دغه غورځنګ دوه مشران په بند کې دي. د دغه پيښې په هکله د پاکستان پوځ ویلي وو چې یوې ډلې پر پوسته برید کړی وو چې په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل شول. خو پي ټي ام بیا پر پوځ د ډزو کولو تور لګوي او وایي چې ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو.

د منظور پښتين په خبره داسې بریښي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد اقدامات له مخکې پلان شوي وو. هغه زیاتوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر پلویانو له لوري بیلابیل هیشتیګونه لکه محسن دواړ له پارلمانه وباسئ یا پر پي ټي ایم بندیز ولګوئ لاندې باندې کیدل. نو له دې معلومیده چې په دې هکله تر مخه اشاره ورکړل شوې وه.

پر پي ټي ام، باندې د پاکستان ضد تورونه هم لګول کیږي. د دې په ځواب کې منظور پښتین وایي چې دوی نه د پاکستان پر ضد دي او نه هم د پارلمان. هغه زیاتوي چې دوی د هر هغه چا مخالف دي چې ظلم کوي که هغه «ښه طالبان» دي که «بد طالبان» او که هغه امن کمیټې دي: «موږ د ترهګرۍ ضد یو، موږ د ظلم مخالف یو. که هغه ای اس ای کوي موږ یې مخالف یو او که پوځ یې کوي هم به یې موږ مخالفت کوو.»

په خپله دغه مرکه کې منظور پښتین دا هم ویلي دي چې دوی د دولت ضد نه بلکې د ترهګرۍ ضد شعارونه ورکوي. ځینې خلک دا شعار ورکوي چې د ترهګرۍ تر شا د پوځ، لاس دی خو باید له دوی څخه د دې د ځواب په هلکه پوښتنه وشي: «د پاکستان د پوځ پخواني جنرالانو او آن لومړي وزیر ویلي دي چې دغه ډلې ټپلې جنرالانو جوړي کړي دي. نو موږ هم دغه خبره تکراروو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د راتلونکو اقداماتو په هکله منظور پښتین وایي چې د سوله ایز احتجاج پرته بله لاره نه شته: «موږ محکوم خلک یو، موږ مجبوره یو، موږ بې وسه یو. زموږ سره نور څه دي؟ په سولې ایزه توګه احتجاج او پرلت کول.»

مدثر شاه/سید ریاض