1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پوځ د نوي مشر د هند خلاف شديدې څرګندونې

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

د پاکستان د پوځ نوي مشر عاصم منیر د کشمیر له لانجمنې سيمې څخه د کتنې پر مهال وويل که پر هیواد باندې يې حمله کيږي نو پوځ د «هیواد له هر انچ» څخه دفاع ته تیار دی. منير څه کم یوه اوونۍ مخکې د پاکستان د پوځ نوی مشر وټاکل شو.

https://p.dw.com/p/4KRsB
Pakistan | General Syed Asim Muni
انځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance

عاصم منير دغه خبره د شنبې په ورځ د لاین آف کنټرول سرحدي سيمې (LoC) څخه د کتنې پر مهال وکړه. لاین آف کنټرول هغه علاقه ده چې د کشمیر لانجمنه سیمه چې پاکستان او هندوستان دواړه ورباندې دعوا لري، په دوو برخو ویشي.

جنرال عاصم منير داسې وخت له دغې سيمې کتنه کوي چې د پوځ د مشر په توګه د هغه له ټاکل کېدو له يوې اوونۍ لږ وخت تیريږي. دا په دغه کمه موده کې د پوځ د مشر په توګه د سرسخت رقیب هندوستان په هکله د هغه تر ټولو زوروه وینا ده چې کوي يې.

د پاکستان پوځ د نوي مشر ټاکنه ولي د پولو اخوا هم مهمه ده؟

د پوځ د مطبوعاتي څانګې د يوې اعلاميې پر اساس، منیر وويل: «اجازه راکړئ چې دا په اساسي توګه واضح کړم. د پاکستان پوځ کاملا چمتو دی، نه یوازې زموږ د وطن مور د هر انچ دفاع له پاره، بلکې د دښمن پر وړاندې به وجنګیږي که چېرته پر موږ باندې جنګ تحميل شي.»

د پاکستان د پوځ نوي مشر زياته کړه: «د هندوستان حکومت به هيڅ کله هم خپلو ناوړو اهدافو ته ونه رسيږي.»  

په پاکستاني کشمیر کې د پاکستان د پوځ ۱۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

رويټرز چې دغه رپوټ يې د شنبې په ورځ ناوخته ورکړی، ويلي دي چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په سملاسي توګه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د آرشيف انځور - هند سرحدي ځواکونه جمو ته نژدې په آخنور سیمه کې د هند و پاکستان تر منځ سرحد کې د ګزمې پر مهال
د آرشيف انځور - هند سرحدي ځواکونه جمو ته نژدې په آخنور سیمه کې د هند و پاکستان تر منځ سرحد کې د ګزمې پر مهالانځور: AFP

هند او پاکستان اتومي طاقتونه دي او دواړه د کشمیر د بشپړې سيمې دعوا لري اما کنټرول يې يوازې پر برخو لري. د دواړو هیوادونو تر منځ د شوو درو جګړو څخه دوه يې د کشمیر پر سر شوې دي.

هند: روان کال مو په جمو او کشمیر سیمه کې ۶۲ وسلوال یاغیان وژلي دي

دواړو لورو ډیری وخت د ګوليو په وارولو، يو بل د ۲۰۰۳ کال یوه اوربند پر نقضولو تورن کړي دي. دغه ډزې په لاين آف کنټرول سیمه کې د ۷۴۰ کیلومتره سرحد چې کشمیر يې په دوو برخو ویشلی، په اوږدو کې شوي دي.

د ۲۰۲۱م کال له پیل راهیسې دغه سرحدي سیمه د پاکستان او هند تر منځ د اوربند غځولو تر موافقې وروسته تر ډیره بریده آرامه پاته شوې ده.آيا د پاکستان له سياست څخه د پوځ جلا کول آسانه دی؟

د چارو کارپوهان وايي پاکستاني جنرالان د دغه هیواد پر پوځي او بهرنيو چارو ډير نفوذ لري او د پاکستان د پوځ مشر به په ختيځ کې له هندوستان سره سرحد کې د وضعيت په ښه مدیریت کولو کې مهم رول ولوبوي په داسې حال کې چې په لويديځ کې افغانستان سره هم له احتمالي ترينګلتيا سره معامله کوي.

آیا پاکستان رښتيا نور د کشمير ملاتړ نه کوي؟

جنرال عاصم منیر چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مامور دی، په وروستیو ورځو کې د پاکستان د پوځ د پخواني مشر، جنرال قمر جاوید باجوه تر تقاعد کېدو وروسته د هغه ځای ناستی شو.

(Reuters)/mks/mns/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل