مهم خبرونه له متن او انځور سره
په افغانستان کې د طالبانو بریدونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، له آلمانه د اخراج شوي افغان کورنۍ نه ده موندل شوې، د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند وایي چې په سلونو غړي یې نیول شوي...
په افغانستان کې د طالبانو بریدونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغان چارواکو په وینا د طالبانو په تازه حملو کې لږ تر لږه ۱۵ عسکر او څلور پولیس وژل شوي دي. په بلخ ولایت کې د پوځ یوه ویاند محمد حنیف رضایي ویلي دي چې طالب جنګیالیو د پنجشنبې په سهار وخته هڅه وکړه چې په کندز ولایت کې ځیني پوستي ونیسي. د هغه په خبره د برید پر مهال طالبانو له درنو وسلو کار اخیسته. د دشت ارچي ولسوالۍ شورا مشر د ۳۰ عسکرو د وژل کیدو خبره کوي.
ترمپ د ناټو شریکانو ته د ژمنتیا ډاډ ورکړی
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په راتلونکې کې هم د ناټو تر څنګ د دریدو ډاډ ورکړی دی. ترمپ په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې وویل چې هیواد يې د ناټو تړون ته ټینګ ژمن پاته دی. د ترمپ په خبره دې د دغه تړون د دفاعي لګښتونو په برخه کې «فوق العاده پرمختګ» ویني.
له آلمانه د اخراج شوي افغان کورنۍ نه ده موندل شوې
افغان پولیسو د هغه ۲۳ کلن افغان کورنۍ نه ده موندلې چې له آلمان څخه یې تر اخراج وروسته په کابل کې ځانوژنه کړې وه. د دوهمې ناحیې د پولیسو مشر کفایت الله د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د هغه جسد د عدلي طب څیړنو له پاره سړې خونې ته انتقال کړی او تر اوسه هلته پروت دی. د عدلي طب یوه کارکوونکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی دا خبره تائید کړې ده چې د دغه کس جسد د سه شنبې له ورځې راهیسې هلته پروت دی.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند وایي چې په سلونو غړي یې نیول شوي
د پاکستان د پارلماني ټاکنو په درشل کې د دغه هیواد د پخواني واکمن ګوند چارواکي وایي چې پولیسو یې په پنجاب کې په سلونو غړي نیولي دي. د هغوی د نیول کیدو له پاره کوم رسمي دلیل نه دی وړاندی شوی خو د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند وایي چې د دې موخه د دې وړتیا ځپل دي چې دوی کوم احتجاج و نه شي کړای. په پام کې ده چې نواز شریف چې د نیول کیدو له خطر سره مخامخ دی د جمعې په ورځ خپل هیواد ته وروګرځي.
په پنجشیر کې د اوبو د طبیعي بند ماتیدو پيښې لس کسان وژلي دي
د افغانستان په شمال کې د اوبو د یوه طبیعي بند د ماتیدو له کبله لږ تر لږه لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه رپوټ د افغانستان د طبیعي ناورینونو اړونده ادارې ورکړی دی. زیاته شوې ده چې په پنجشیر ولایت کې لږ تر لږه ۲۵۰ کورونو اوبو وړي دي.د دغې ادارې ویاند حشمت خان بهادري ویلي دي چې ښایي د قربانیانو شمیر لوړ شي، ځکه چې په خبره یې لا هم یو شمیر کسان لادرکه دي.
زیهوفر تر اګسته د مهاجرو د تړون په هکله وضاعت غواړي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر تر اګست میاشتي پورې په دې هکله وضاحت غواړي چې ایا له ایټالیا، یونان او اتریش سره د مهاجرو د بیرته منلو په هکله کوم تړون رامنځ ته کیږي که نه. هغه په اینس بروک کې د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو تر غونډې دمخه وویل چې دی یو څه خوشبینه دی چې دوی به په دې وتوانیږي چې د داخلي مهاجرتونو موضوع په ګډه حل کړي.