مهم خبرونه په متن او انځور کې
د ټاکنو کمیسیون په کندهار او بلخ کې د ټاکنو د نه ترسره کیدو ګواښ وکړ، په افغانستان کې په بیلا بیلو امنیتي پيښو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي، میرکل په یوه ورځني سفر الجزایر ته تللې...
د ټاکنو کمیسیون په کندهار او بلخ کې د ټاکنو د نه ترسره کیدو ګواښ وکړ
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ګواښ کړی چې که په بلخ او کندهار ولایتونو کې د دې کمیسیون د دفترونو له مخې مظاهره کوونکي ژر تر ژر لیرې نه شي، نو کیدای شي په دې ولایتونو کې ټاکنې تر سره نه شي. د ټاکنو د کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات، دویچه ویله ته وویل چې دغه دفترونه د ایتلاف بزرګ ملي د ملاتړو له خوا تړل شوي دي.
په افغانستان کې په بیلا بیلو امنیتي پيښو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي
په افغانستان کې د بیلا بیلو امنیتي پيښو په ترڅ کې د چارواکو په وینا ۲۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې ۱۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. همداشان په بادغیس ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې د لسو امنیتي ځواکونو د وژل کیدو رپوټ ورکول کیږي. د طالبانو ۲۲ غړي هم وژل شوي او نور ۱۶ یې ټپیان دي.
میرکل په یوه ورځني سفر الجزایر ته تللې
د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل الجزایر ته په یوه ورځني سفر تللې ده. میرکل غواړي چې د دغه سفر په ترڅ کې د الجزایر نقش د ثبات رامنځ ته کوونکي فکتور په توګه پیاوړي کړي. د دغه هیواد له ولسمشر عبدالعزیر بوتفلیقه او له لومړي وزیر احمد اويحيی سره به د ملاقات پر مهال د تروریزم پر ضد د مبارزې تر څنګ د مهاجرو پر موضوع هم خبرې اترې وشي.
تریسا مې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانې د وتلو په هکله تر انتقاد لاندې ده
د بریتانیې صدراعظمې تریسا مې د خپل ګوند د بریګزټ سرسختو پلویانو ته له اروپایي اتحادیې څخه د بې نظمه وتو په هکله خبرداری ورکړی دی. هغې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي دي چې له پلان شوي توافق پرته بل معقول امکان نه شته. مې له اروپايي اتحادیې څخه د برېتانيا د وتلو په اړه د ۲۰۱۹م کال د مارچ مياشت له پاره د پلان شويو خبرو اترو د دريدو له کبله تر فشار لاندې ده.
د آلمان د ائتلافي حکومت مشران د ماسن د راتلونکي په هکله خبرې کوي
د آلمان د ائتلافي حکومت مشران د دې هیواد د داخلي استخباراتو د مشر هانس ګیورګ ماسن د راتلونکي په هکله د سه شنبې په ورځ بیا سره ویني. د حکومت مرستیالې ویاندې مارتینا فیتڅ ویلي دي، چې په دې هکله به خبرې ادامه مومي. هغې «دي ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د دې رپوټ چې صدراعظمه میرکل د ماسن بر طرفه کیدل غواړي، په هکله کومه تبصره و نه کړه.
د چین په سویل کې سمندري توپان ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي
سخت سمندري توپان او باران چې له باد سره مل وو د چین په سویل کې سختې ویجاړۍ رامنځ ته کړي دي. د باد سرعت په یوه ساعت کې ۱۶۰ کیلومترو ته رسیده. د رپوټونو له مخې تر اوسه دوه کسان مړه شوي دي. د الوتکو پروازونه او د اورګاډو تګ راتګ لغوه شوی دی. دغه توپان چې د منګهوت، نوم ورکړل شوی تر مخه په فلیپین کې د رپوټونو له مخې سل تنه وژلي دي. یوازې د ځمکې ښویدنې په یوه پيښه کې د ۴۰ تنو د مړیني شک کیږي.