مهم خبرونه په متن او انځور کې
په ترکیه د اورګاډې د ټکر په پایله کې نهه کسان وژل شوي، فرانسه د ترهګرۍ ضد قطعاتو شمیر لوړوي، په اسرائیل کې د تاوتریخوالي پيښې رامنځ ته شوي...
په ترکیه د اورګاډې د ټکر په پایله کې نهه کسان وژل شوي
په انقره کې د اورګاډو د ټکر په پایله کې نهه کسان وژل شوي او۴۳ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په وینا دغه اورګاډی ځکه له پټلۍ اوښتی چې له یوه بل لوکوموتیف سره جنګیدلی دی. دا خبره لا روښانه شوې نه ده چې ولې په یوه وخت کې دوه اورګاډي پر یوې پټلۍ د تګ اجازه درلوده. په جولای میاشت کې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه پيښه کې ۲۴ کسان ووژل شول.
فرانسه د ترهګرۍ ضد قطعاتو شمیر لوړوي
په شتراسبورګ کې تر خونړي برید وروسته د فرانسې حکومت د ترهګرۍ ضد ماموریت په ترڅ کې د عسکرو شمیر ډیر کړی دی. د فرانسې د لومړي وزیر ادوار فیلیپ، د معلوماتو له مخې نور ۱۳۰۰ عسکر به د سنتینل، په نوم له دغه ماموریت سره یو ځای شي. دغه ماموریت په ۲۰۱۵م کال کې پر شارلي ابدو، طنزي مجلې باندې تر برید وروسته پیل شوی دی. په شتراسبورګ کې پر کرسمس بازار باندې د برید کوونکي لټون ادامه لري.
په اسرائیل کې د تاوتریخوالي پيښې رامنځ ته شوي
د اسرائیل د پوځ د معلوماتو له مخې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې یوه فلسطیني دوه اسرائیلیان وژلي دي. تر دې دمخه اسرائیلي امنیتي ځواکونو درې شکمن فلسطیني برید کوونکي وژلي وو. د اسرائیل د امنیت وزیر ګیلاد ایردان، ویلي دي چې دوو وژل شوو فلسطینیانو تر دې دمخه بریدونه تر سره کړي وو چې په پایله کې یي درې اسرائیلیان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي وو. دریم وژل شوي کس په پر یوه پولیس حمله کړې وه.
په چین کې دوه کاناډايان نیول شوي دي
د چین او کاناډا تر منځ د چینیايي شرکت هواوې، د مالي مسوولې قضیې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلې کړې دي. اوس په چین کې دوهم کاناډایي وګړی نیول شوی دی. د چاینا نیوز سرویس، خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې دغه کس په دې تورن شوی دی چې په داسې فعالیتونو کې ښکیل وو چې ملي امنیت یي له خطر سره مخامخ کاوه. تر دې دمخه پر یوه بل پخواني کاناډایي دیپلومات باندې ورته تورونه لګول شوي ول.
تریزا مې د باور رای تر لاسه کړه
د بریتانیا لومړۍ وزیري تریزا مې د خپل محافظه پاله ګوند څخه د باور رای واخیسته. ۲۰۰ استازو د هغې پلویتوب او ۱۱۷ یي په مخالفت کې خپلې رای وکارولې. دا چې هغه لیرې شوی وای، لږ تر لږه د پارلمان ۱۵۹ استازو باید د نه باور رای ورکړې وای. د عدم اعمتاد د بهیر تر شا زیاتره د تریزا مې د خپل ګوند غړي دي.
اردوغان: ترکیه به د ګولن د ملاتړو مالي سرچیني هدف وگرځوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې غواړي تر هيواد دباندي د امریکا میشتي واعظ فتح الله ګولن د ملاتړو د مالي سرچينو د هدف ګرځولو له پاره په نوو اقداماتو لاس پوري کړي. اردوغان دغه څرګندونې په انقره کې د یوې وینا په ترڅ کې کړي دي. ترکیه وایي چې د فتح الله ګولن ملاتړي په ۲۰۱۶م کال کې په دغه هیواد کې د کودتا د هڅې تر شا لاس لري. ګولن په دغه کودتا کې لاس لرل ردوي.