مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
«په کونړ کې هوایي برید شل یاغیان وژلي دي»
د کونړ د ولایتي شورا د غړو په وینا په دغه ولیات کې په یوه هوایي برید کې شاوخوا ۲۰ طالبانان وژل شوي دي. د آلمان خبري آژانس د دغه ولايت د ولایتي شورا د غړو ولایت خان او سعدالله له قوله لیکلي دي چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو یو مهم قوماندان او د بمونو جوړولو یو متخصص هم شامل دی. د سعد الله په خبره په دغه برید کې چې په شیګل او شلتن ولسوالۍ کې شوی دی ۲۰ ملکیان هم ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې یو امریکايي سرتیری مړ شوی
د امریکا متحده ایالاتو پوځ ویلي دي چې په افغانستان کې يي یو امریکايي سرتیری په یوه غیر محاربوي اړونده پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو د متحده ایالاتو پوځ په دې هکله نور هیڅ ډول جزئیات نه دي خپاره کړي. د پوځ له لوري په خبره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۳مه) رامنځ ته شوې ده او په هکله یې پلټنه کیږي.
د هند په یوه کان کې د ۱۳ کان کیندونکو د مړیني انديښنه
د هند د چارواکو په وینا د دغه هیواد په شمال ختیځ میګهالیه ایالت کې د سیلابونو تر راتلو وروسته په یوه کان کې د ۱۳ غیر قانوني کان کیندونکو د مړینې انديښنه شته. یوه ځایي چارواکي فیدریک دوپت، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغو کسانو یوه سیند ته څیرمه د سکرو په کان کې کار کاوه چې په ناڅاپي توګه د سیلاب له اوبو ډک شو. د هغه په خبره دوی هڅه کوي چې له کان څخه اوبه راوباسي، خو دا ډیر سخت کار دی.
په حدیده کې د اوربند هرکلی
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د یمن په بندري ښار حدیده کې د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو هرکلی کړی دی. د خوراک نړیوال پروګرام ویاند په ژنیو کې ویلي دي چې د وسلو خاموشه کیدل به په دغه کورنۍ جګړه ځپلي هیواد کې له لوږې سره د مخامخ میلیونونو کسانو ته د مرستو د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي. یمن ته د ټولو خوراکي توکو شا او خوا دوه پر دریمه برخه له دغه بندره وارديږي.
ترکیې د عراق په شمال کې کردي اهداف په نخښه کړي
د ترکیې هوایي ځواک د عراق په شمال کې کردي اهداف په نخښه کړي دي. دغه خبر ترکي رسنیو ورکړی دی. د دغو رپوټونو له مخې د پنجشنبې په ماښام تر شلو زیاتو جېټ الوتکو او همداشان بې پیلوټه الوتکو په دغه ماموریت کې برخه لرله او تر۳۰ زیات اهداف یي په نخښه کړي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه وینا کې د نورو بریدونو د ترسره کیدو اعلان کړی دی. ا