1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولانا سمیع الحق ووژل شوو

۱۳۹۷ آبان ۱۱, جمعه

د پاکستان دیني عالم مولانا سمیع الحق چې د « د طالبانو د غورځنگ پلار» گڼل کیده، نن جمعه د پاکستان د راولپندۍ په ښار کې ووژل شوو. دغه خبر د هغه یو خپلوان او مرستیال له خوا ورکړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/37aQm
Pakisten | Sami Ul Haq "Vater der Taliba" erschossen
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMAPRESS

د پاکستاني دیني عالم مولانا سمیع الحق چې د دغه هیواد د جمعیت العلما اسلام (س) مشر هم ؤ ووژل شوو. دغه خبر د رویترز خبري آژانس د نوموړي د یو خپلوان او مرستیال له خولې ورکړې دی.

 د هغه مرستیال یوسف شاه او وراره یې وویل چې نا معلومو برید کونکو دغه مشهور دیني عالم وواژه.  د دغو کسانو د وینا له مخې  سمیع الحق په دې اونۍ کې د پاکستان له پلازمینې اسلام آباد څخه یې لیدنه کوله. خو پر هغه باندې د برید د څرنگوالي په هکله د دغه خبر تر خپریدو پورې نور جزئیات ورکړل شوي نه دي.

 د پاکستان پولیس هم اوس وايي چې هغه وژل شوی دی.  د اسشتید پرس د خبري اژانس د یو رپوټ له مخې چې د سمیع الحق د زوی، حمید الحق له وینا یې خپور کړی، دغه دیني عالم په راولپندۍ کې چیرته چې د هغه د هستوگنې کور دی، د چړې په حملې سره وژل شوی دی.  په رپوټ کې زیات شوي دي چې د سمیع الحق  مرستیال، یوسف شاه وايي چې د حمله کونکي هویت او هدف تر اوسه پورې مشخص شوی نه دی. پولیسو وویل چې د هغه مړې روغتون ته انتقال شوی دی.

د پاکستان ځینو ځايي رسنیو وویل چې سمیع الحق د اسلام آباد په گاونډي ښار راولپڼډې کې ؤ چې ووژل شوو. سمیع الحق د طالبانو د غورځنگ « پلار» گڼل کیږي. نوموړی د حقانیه مدرسې مؤسس دی چیرته چې د افغانستان د طالبانو یو شمیر مشرانو دیني زدکړې کړي دي. دغه مدرسه د خیبر پښتونخوا د صوبې په اکوړه خټک کې موقعیت لري. سمیع الحق د افغانستان د طالبانو له مشرانو سره هم نژدې اړیکې درلودې.

Pakistan Proteste nach Freispruch Asia Bibi
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د هغه د وژلو پيښه په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې په پاکستان کې یو شمیر افراطي مذهبي  ډلې د دغه هیواد د سترې محکمې د هغې یوې پریکړې پرضد  په احتجاجونو لاس پوری کړی چې یوې په اعدام محکوم شوې مسیحي میرمنې ته یې برائت ورکړ. آسیه بې بي پر دې تورنه وه چې گواکې اسلام ته یې سپکاوي کړی دی. هغې باندی د پاکستان په نورو محکمو کې د اعدام حکم صادر شوی ؤ. خو د پاکستان سترې محکمې څو ورځې مخکې دغه حکم  فسخه کړ. له دې حکم څخه وروسته د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه پیل شوي دي.

د  پاکستاني  رسنیو د رپوټونو له مخې د دغو احتجاجو د پای ته رسولو لپاره د حکومت او پوځ او د تحریک لبیک پاکستان (TLP) چې تر ټولو زیات دغو احتجاجونو ته لمن وهي، خبرې اترې بې نتیجې پاتې شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي وویل چې حکومت غواړي د زورزیاتیو او وینو تویولو مخه ونیسي.  خو هغه یادونه وکړه چې حکومت به په هر «قیمت چې وي» د دولت واکمني خوندي وساتي.  

د سمیع الحق د وژلو مسوولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی.