1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میانمار پر یو شمیر روهینګیا ګډوالو د مرستو بندیدو غوښتنه کړې

۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبه

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې میانمار له دې هیواد څخه غوښتي چې د دواړو هيوداونو ترمنځ سرحدې سيمه کې پر پرتو شپږ زرو روهنګيايانو باندې مرستې ودروي. دغه کسان تیر کال دې سیمې ته ګډه شوي.

https://p.dw.com/p/33406
Bangladesch Rohingya-Flüchtlinge in Palong Khali
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/B. Armangue

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر او د میانمار یوه لوړپوړي دیپلومات د جمعې په ورځ د میانمار په پلازمینه کې سره ولیدل. وزارت زیاته کړې ده چې په دې لیدنه کې میانمار له بنلګه دیش څخه وغوښتل چې پر دغو روهینګیا بې ځایه شويو باندې مرستې بندې کړي.

په دې اړه د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «ميانمار له بنګله دیش څخه وغوښتل چې په ځانګړې توګه پر دغو کسانو باندې مرستې بندې کړي ... او وړانديز يې وکړ چې دغه مرستې دې د ميانمار له لوري تنظيم شي.»

د ميانمار پوځ د تيرکال په اګست مياشت کې په روهنګيا میشته ایالت راخين کې پوځي علميات پيل کړل. دغه عمليات وروسته تر هغې په لاره واچول شول چې د روهنګيا مسلمان لږکۍ ياغيانو په يوه لرې پرته سيمه کې يو شمير میانماري ځواکونه ووژل. د دغو عملياتو تر پیل وروسته شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان دې ته اړ شول چې خپل کورونه پريږدي او بنګله ديش ته مهاجر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې ځایه شویو روهنګیانو له ډلې څخه یو شمیر یې بنګله دیش ته له اوښتو ډډه وکړه او د میانمار او بنګله دیش تر منځ په یوې سرحدي سیمه کې میشت شول. دغې ډلې مهاجرو ته د بنګله دیش له طریقه نړیوالې مرستې رسیږي.

بنلګه ديش لا تر اوسه پورې د میانمار د وړاندیز په اړه کومه پریکړه نه ده کړې خو موافقه یې کړې چې دغه سیمه چې اوس روهینګیایان په کې پراته دي، سروي کړي.

تر دې مخکې يوه ميانماري وزير د روان کال په سر کې دغې سيمې ته سفر کړی وو او په کې میشت روهینګیایي بې ځایه شوي یې ګواښلي وو چې که بیرته خپل هیواد ته ستانه نه شي نو له «عواقبو» سره به مخامخ شي.

په دغه ځای کې د ميشتو مهاجرو له ډلې څخه دل محمد د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دوی ته له دغه ځايه د وتلو وروستی خبرداری به د دوی په ژوند کې د يو بل جنجال د رامنځ ته کيدو لامل شي. هغه وویل: « که چيرته بنګله ديش پر مونږ باندې خپلې مرستې ودروي نو مونږ به له لويو ستونزو سره مخ شو.»

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: