1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اختلافاتو حل یوازې د خبرو اترو له لارې ممکن دی»

۱۳۹۷ مرداد ۲۸, یکشنبه

د آلمان او روسیې مشران د دواړو هیوادونو تر منځ د موجوده اختلافاتو او کشمکشونو سربیره غواړي د نړیوالو بحرانو د حل په برخه کې لا زیاته همغږي او همکاري ولري. آیا د مسکو او برلين مناسبات به عادي حالت ته را وګرځي؟

https://p.dw.com/p/33Nlo
Deutschland Treffen Angela Merkel Wladimir Putin auf Schloss Meseberg
انځور: Getty Images/AFP/J. Macdougall

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتين سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل: «زه په دې باور یم چې د اختلافي موضوعاتو حل یوازې له یو بل سره د خبرو اترو له لارې ممکن کیدای شي».

میرکل دغه خبرې د شنبې ورځې په ماښام (د اګست میاشتې ۱۸) د آلمان د براندنبورګ ایالت په مسه برګ ماڼۍ کې له پوتين سره تر درې ساعته خبرو اترو وروسته وکړې.

میرکل په ځانګړي توګه په سیمه کې د بیلګې په توګه په سوریې او د اوکراين ختيځ کې د شخړو او جګړو پای ته رسولو په برخه کې د آلمان او روسیې پر ګډ مسئولیت ټینګار وکړ. پوتين دا هم وویل چې هغه د ښکيلو اړخو تر منځ منځګړتوب ته ډیر ارزښت ورکوي.

سوریه، اوکراين او د ګازو موضوع

د آلمان صدراعظمې واضحه کړه چې د بین المللي کړکیچونو د حل په برخه کې د روسیې پر هڅو سترګې نه شي پټیدلی. میرکل په عين وخت کې په سوریې کې له بشري فاجعې څخه خبرداری ورکړ. میرکل زیاته کړه چې په سوریې کې جګړې او نښتې کمې شوي دي، خو هغه څه چې دغه هیواد ورته اړتیا لري په اساسي قانون کې اصلاحات او د ټاکنو ترسره کیدلو له پاره د امکاناتو برابرول دي.

د سوریې پوځ د دغه هیواد په کورنۍ جګړه کې د روسیې او ایران په همکارۍ وتوانید چې د سوریې د خاورې ډیره برخه یو وار بیا تر خپل کنترول لاندې راولي. خو پوتين د سوریې د بیا روغونې له پاره د لویدیځ مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

د روسیې ولسمشر د سوریې د بیارغونې له پاره پر اروپا د مرستې غږ کړی دی. هغه وویل چې په سوریې کې باید لازمې زیربناوې لکه د بريښنا او اوبو رسونې شبکې ورغول شي، څو په دې توګه د سوریایي مهاجرو بیرته ستنیدو ته زمينه مساعده شي.

د پوتين په خبره مسئله یوازې له اروپا څخه د سوریایي مهاجرو د بیرته ستنیدنې پر سر نه ده، بلکه هغه ډیر شمیر مهاجر چې ګاونډیو هیوادونو اردن، ترکیه او لبنان ته مهاجر شوي دي.

Nord Stream 2-Baustelle in Lubmin
ټاکل شوې ده چې روسیه به د «نورد ستریم ۲» نل ليکې له لارې ګاز آلمان ته انتقال کړي.انځور: picture alliance/dpa/S. Sauer

د آلمان او روسیې مشرانو په دغو درې ساعته خبرو اترو کې د اوکراين په ختیځ کې د حاکمې وضعې په هکله انديښنه څرګنده کړه. د روسیې ولسمشر وویل چې په دې سیمه کې د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

میرکل د مینسک د اوربند د موافقتنامو د اجرا کولو په برخه کې د کوښښونو د زیاتیدو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د آلمان پر وړاندیز ټینګار وکړ. آلمان وړاندیز کړی دی چې د اوربند د موافقتنامې پر عملي کیدو د نظارت له پاره باید د ملګرو ملتونو د شين خولو عسکرو یوه ډله په سیمه کې ځای پر ځای شي. خو روسیه بیا له دې وړاندیز سره مخالفت کوي.

د برلين او مسکو تر منځ د اختلاف یو بل ټکی هم د «نورد ستریم ۲» د ګازو نل ليکې رامنځته کول دي، چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۹ م کال تر پایه پورې د روسیې ګاز د بالتيک سمندر له لارې آلمان ته انتقال شي.

انګلا میرکل له پوتين سره په خبرو اترو کې ټینګار وکړ چې د دې نل لیکې د فعالیت تر پیلیدو وروسته اوکراېن هم باید اروپا ته د ګازو د انتقال په برخه کې رول ولوبوي.

اوکراين ویره لري داسې نه چې د ګازو د نل لیکې د لیږد په مسیر کې دغه هیواد ته ونډه ونه رسیږي او د ګازو د انتقال د ترانزیت عاید له لاسه ورکړي.

دوباره پیل؟

د سیاسي چارو د کتونکو او شنونکو د ارزونې په اساس د میرکل او پوتين لیدنه کتنه یو ډول د ديپلوماتيکو مناسبانو بیرته عادي حالت ته راګرځیدل دي.

د لویدیځ او مسکو مناسبات په ۲۰۱۴ م کال کې د روسیې له خوا د اوکراین د کریمیا ټاپو ته له اشغال وروسته خړې شوې وې. روسیه په هغه وخت کې د G8 یا د نړۍ د صنعتي هیوادونو په غونډه کې له ګډون څخه ؤ ایستل شوه او پوتين هم آلمان ته د دوه اړخیزو خبرو اترو له پاره خپل سفر لغوه کړ.

Österreich Aussenministerin Kneissl tanzt mit Putin auf ihrer Hochzeit in Gamlitz
د اتریش پر بهرنیو چارو وزیرې انتقاد شوی چې د نڅا پر مهال یې له پوتين څخه «لازمه فاصله» نه ده مراعت کړې. انځور: Reuters/R. Schlager

د یادونې وړ ده چې د پوتين او میرکل لیدنه کتنه د پلان شوي وخت څخه نیم ساعت ناوخت ترسره شوه. د دې ځنډ دليل د اتريش د بهرنیو چارو وزیرې کارين کنایسل په واده کې د پوتين ګډون وو.

د کنایسل له خوا پوتين ته په واده کې د ګډون بلنه، هم په اتريش او هم په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

د نورو تر څنګ د اتریش پر بهرنیو چارو وزیرې انتقاد شوی دی چې له پوتين څخه یې «لازمه فاصله» نه ده مراعت کړې او د روسیې او د اروپایي اتحادیې د نورو هیوادونو تر منځ د اتريش د منځګړتوب نقش په خطر کې اچولی دی.