1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مې: «خپلي تگلاري ته به ادامه ورکړم»

۱۳۹۷ دی ۲۷, پنجشنبه

د بريتانيا پارلمان پر دې سربيره چي له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په برخه کې د لومړۍ وزيري تريسا مې طرحه رد کړې وه هغې ته د باور رايه ورکړه. هغې وويل چې دا به خپلې تگلارې ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3Bh8P
Großbritannien Ansprache Theresa May nach Misstrauensvotum
انځور: Reuters/C. Kilcoyne

له پارلمانه د باور رای ترلاسه کولو درې ساعته وروسته تريسا مې له خپل دفتره د يوې بيانیې د ورکړي اعلان وکړ. خلک ورته په بې صبرۍ منتظر ول او بيا هغې وويل: «زه فکر کوم چې دا زما مکلفيت دی چې د بريتانيا د ولس له خوا چې ماته له اروپايي ټولني څخه د وتلو په هلکه کومه لارښوونه شوې ده، زه پر هغې عمل وکړم، زه به همداسي وکړم.»

مې غوښتل يوازي دا ووايي چې دا به پر بریگزيت کار ته دوام ورکړي.

 د بريگزيت پر طرحه تر رای ورکولو وروسته مايوسي

مې د چهار شنبې په ماسخوتن وويل چې دا پوهيږي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې چي څه پېښ شول، هغه د خلکو له پاره ناآرامه کوونکي ول. هغې په دې ترڅ کې پر پارلمان د يووالي غږ وکړ: د پارلمان غړو چې څه يې نه غوښتل، په ښکاره یې وويل. هغې زياته کړه: «اوس بايد موږ هغه څه چې پارلمان غواړي په گډه رغنده کار ورته وکړو.»

Jeremy Corbyn
د برېتانيا د کارگر گوند مشر جيريمې کوربنانځور: picture-alliance/dpaJessica Taylor/UK Parliament

هغې زياته کړه چې د اپوزيسيون له سياستوالو سره یې د بريگزيت د راتلونکې تگلارې په هلکه خبري کړي دي. 

«خوښي»

خو د اپوزیسیون مشر جيمرمي کوربن له لومړۍ وزيرې سره تر هغه له خبرو اترو ډډه کړې، تر څو مې د يوه غير منظم بريگزيت امکان له منځه يو نه سي. خو مې وويل «خواشينې یم خو دا امکان نه شته».

مې دا هم وويل چې د پارلمان غړي بايد له دې جنجاله د وتلو له پاره تر خپلو شخصي گټو تېر شي. مې بايد تر راتلونکې دوشنبې پوري له اروپايي ټولني څخه د وتلو يو نوی پلان وړاندي کړي.

دا په تيرو ۲۶ کلونو کي لومړی وار وو چې د بريتانيا له يوه حکومته د باور رای غوښتنه شوې وه. مې د ۱۹ رايو په اکثريت سره بريالۍ ووتله. هغې پر دې «خوښي» څرگنده کړه او ویې ويل چې خپل «مسئوليت به په ښه شان سره ادا کړي». هغې زياته کړه چې د دې له پاره به هلي ځلي وکړي چې د بريتانيا له ولس سره له اروپايي ټولنې څخه د وتلو ژمنه پوره کړي.

هغې وویل حکومت به یې له «رغنده روحیې» سره له اپوزيسيون سره خبرې وکړي او له اپوزيسيون څخه به هم د ورته چلن غوښتنه وکړي.

د کارگر گوند مشر جيمرمي کوبن چې د اعتماد رای غوښتنه یې کړې وه، تر رای اچوني وروسته یې له مې څخه وغوښتل چې «بې له يوه منظم تړونه دي له اروپايي ټولنې څخه د وتلو له نظره» د تل له پاره لاس پر سر شي. تر هغه وورسته به اپوزيسيون خبرو ته چمتو وي.