1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: د کډوالو کړکیچ حلولو له پاره پلان لرم

۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبه

د آلمان صدر اعظمه انګلا مېرکل په خپل ګوند کې د نيوکو سره سره نه غواړي چې د کډوالو په سياست کې تغيير راولي. هغې د «آنه ويل» د خبرو اترو په خپرونه کې يو ځل بيا وويل چې «موږ دا هر څه کولای شو».

https://p.dw.com/p/1GkJ2
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په سوونو زرو کډوالو ته په کتو سره چې اروپا ته راروان دي، مېرکل وويل چې هغه «ټينګ باور لري چې دا کار شونی دی.» د صدر اعظمې په توګه هغه په دغه تاريخي ننګونه کې د دې دنده لري چې «ټولې چارې سمبالې کړي او خوشبيني او ډاډ ولري چې دا دنده د حل يوه لاره لري»، دغه څرګندونې مېرکل د آلمان د لومړي کانال د خبرو اترو په خپرونه کې وکړې. هغې زياته کړه «زه ټينګه عقيده لرم چې دا هر څه کولای شو.»

صدر اعظمې په زغرده وويل چې «زه يو پلان لرم»، خو دا چې دغه پلان څه بڼه لري، نو يوازې هغې پورې اړه نه لري. میرکل زياته کړه چې مخ ته پرتې دندې ته د اوږې ورکولو له پاره نورو اروپايي هېوادونو ته هم اړتيا شته: «ځينې [هېوادونه] بيا خپل مسووليت نه ادا کوي.» دغه حالت بايد د هغې په خبره تغيير وکړي چې دا کار وخت ته هم اړتيا لري خو د میرکل په خبره «په ښې ارادې سره سړی ډېر څه کولای شي.»

«پوله هسې نه شي تړل کېدای»

د دې پوښتنې په جواب کې چې آيا د کډوالو د راپرېښودلو بهير بايد بند شي، هغې وويل: «دا به څنګه کيږي؟ تاسو پوله هسې نه شئ تړلی. د کډوالو بهير نه شي مهارېدای.» دا خبره د هغې په وينا معنی نه لري چې «موږ داسې وښېيو چې هر څه مو په خپل لاس کې دي، دا هم چې څومره کډوال راځي.»

پر مېرکل باندې په دې وروستيو کې د هغې په خپل ګوند کې هم نيوکې شوې وې. په تېره د مسيحي سوسيال دموکرات ګوند مشر هورست زېهوفر، دغسې نيوکې کړې وې. مېرکل له زېهوفر سره د نظر اختلاف ومانه. زېهوفر ويلي ول چې «مساله په بشپړه توګه له چوکاټه وتلې ده». مېرکل دې ته غاړه کښېښوده چې اوس «د نظم راوستلو سيګنالونو» ته اړتيا شته. خو سړی بايد دې ته هم وګوري چې آلمان يو ګڼ شمېر نورو لوبغاړو ته اړتيا لري څو وضعيت تر کنترول لاندې راشي. مېرکل وويل چې هغه خپله په دې لړ کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. سربېره پر دې مهمه ده چې د کډوالو په اصلي هېوادونو کې د هغوی ستونزې حل شي او دا چې په پرمختيايي مرستو کې بايد زياته پانګونه وشي.

له مېرکل سره عکسونه خلک کډوالۍ ته نه هڅوي

دا تور چې مېرکل خپله دې د کډوالو د راتګ پړه ولري، هغې بې بنسټه وباله. له يو سوريايي کډوال سره د هغې د يوه عکس په اړه يې وويل: «تاسو فکر کوئ چې ۱۰۰۰۰۰ انسانان دې خپل هېواد پرېږدي ځکه چې دغه راز يو عکس اخيستل شوی دی؟» مېرکل وويل چې د صدر اعظمې په صفت بايد هغه د ستونزې حل ته يوه لاره هواره کړي. خو د هغسې غوښتنو په اړه چې وايي د ستونزې دقيق حل دې ژر وموندل شي، هغې وويل: «دا مفهوم نه لري چې داسې يوه ژمنه دې ورکړم چې پوره کولای يې نه شم.»

آيا دېميزير له دندې ګوښه کيږي؟

د آلمان د کورنيو چارو د وزير تاماس دېميزير، د څرګندونو په اړه مېرکل اضافه کړه چې په ځينو موادرو کې کډوالو ناوړه رويه کړې ده. خو دا يوازې استثنا ده او څرګنده ده چې کډوال بايد حقوق او قانون مراعاعت کړي. هغې وويل چې د کورنيو چارو وزير، دېميزير به په خپله دنده پاتې شي.

د نوبل د سولې جايزې په اړه بحث: «پر ما باندې لږ بوج دی»

د اوسنيو ستونزو او ننګونو په رڼا کې مېرکل نه غواړي چې د نوبل د سولې جايزې په اړه فکر وکړي. هغې وويل چې «دغه بحث پر ما باندې لږ بوج دی.» مېرکل زياته کړه چې هغه اوس په نورو شيانو بوخته ده. مېرکل د کډوالو پر وړاندې د «پرانيستو لاسونو سياست» له کبله او د اوکراين کړکېچ د حلولو په موخه د هلو ځلو له امله د نوبل د سولې جايزې يوه کانديده ګڼل کيږي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ اعلانيږي.

په ټويټر کې د خپرونې په ترڅ کې او وروسته ډېر مثبت غبرګونونه مطرح شول. د نورو خبرو تر څنګ له مېرکل سره د مرکې ژورناليستيک کيفيت هم وستايل شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب