1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناهیلي، خطر او مرګ د ډيرو افغان مهاجرو انتظار باسي»

۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبه

د مدني ټولني ځينو فعالانو پر اروپايي ټولني غږ کړی چې د افغان مهاجرو له اخراجه لاس واخلي. که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی، خو بيا هم ډير اروپايي هیوادونه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر اخراجوي.

https://p.dw.com/p/36MV7
Amnesty International vor dem europäsche Parlament in Brussel
انځور: Amnesty International

د بخښني نړیوال سازمان افغانه غړې سمیرا حمیدي په افغانستان کې د ژوند او مرګ له داستانه په ښه توګه خبره ده. هغې ټول ژوند په جګړه ځپلي افغانستان کې تیر کړی او په دې وروستیو کې د نوې دندې تر پیل وړاندې یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع په خاطر مبارزه کوله. میرمن حمیدي وویل: «سهار له کوره وځئ او نه پوهیږئ چې ماښام به بیرته روغ رمټ کور ته ولاړشئ که نه.»

د میرمن حمیدي دغه ویره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما په یوه رپوټ کې هم په ښکاره توګه انځور شوې ده. د یوناما په یوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې په روان کال کې د تیر ۲۰۱۷م کال د تلفاتو په اندازه مرګ ژوبله زياته شوې ده.

په افغانستان کې د هغو کسانو له پاره چې په هغه ټولنه کې یې ژوند نه وي کړی، د ژوندي پاتیدو چانس ډیر کم دی. همدغه دلیل دی چې میرمن حمیدي د «افغانان خوندي وساتئ» په نوم د بخښني نړیوال سازمان کمپاین پرمخ وړي، څو پر مټ یې له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته د پناه غوښتونکو د اخراج مخه ونیسي.

میرمن حمیدې د یوه لاریون په ترڅ کې دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان وضعیت ډیر زیات خراب دی. افغانستان ته د داسې کسانو لیږل چې اروپا ته د راتګ پرمهال یې سخت کړاونه ګاللي او یا د داسې کوچنیانو او تنکیو هلکانو او نجونو لیږل چې حتی په افغانستان کې نه دي زیږیدلي او دغه هیواد ورته پردی دی، په بشپړه توګه ناعادلانه او ناسم کار دی.»

د بخښنې نړیوال سازمان تر اوسه پوري له آلمان، هالند، ناروې او سویډن څخه د اخراج شوو افغان پناه غوښتونکو په هکله معلومات را ټول او ثبت کړي دي. د دغو معلوماتو پر اساس افغانستان ته ځینې لیږل شوي پناه غوښتونکي یا وژل شوي او یا په سخته ویره کې ژوند کوي. د بخښنې نړیوال سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې په دې هکله ویلي دي چې له اروپايي ټولنې څخه د بې سرپرسته ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون د اجباري اخراج شوو افغانانو په ډله کې ځیني یې د افغانستان داسې سیمو ته استول شوي دي چې دوی یې په هکله اصلاً معلومات نه درلودل. د بخښنې نړیوال سازمان د خپل رپوټ له پاره له دغه راز یو شمیر اخراج شوو افغان پناه غوښتونکو سره مرکې کړې څو د هغوی غږ واوریدل شي.

په بروکسل کي د اروپايي ټولني پارلمان مخي ته اعتراض
په بروکسل کي د اروپايي ټولني پارلمان مخي ته اعتراضانځور: Amnesty International

د افغانانو د اخراج په برخه کې ناروې مخکښ هیواد دی

د اروپايي ټولني په هر هيواد کې له افغان پناه غوښتونکو سره چلند بیل او متفاوت دی. د مهاجرو او اخراج شوو کسانو له پاره د اروپايي ټولنې شورا په خپل جوړ کړي رپوټ کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو پر وړاندې د اروپايي ټولنې اوسني سیاستونه غیرعادي یاد کړي او زیاتوي چې په ۲۰۱۶م کال کې د افغانانو په اخراج کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د یادې شورا په رپوټ کې ویل شوي دي چې ناروې د افغانانو د اخراج په برخه کې تر نورو مخکښ دی. په عین حال کې د دغې شورا په رپوټ کې راغلي دي چې په داسې حال کې چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې له آلمان څخه هیڅ افغان بیرته خپل هیواد ته نه وو اخراج شوی، دغه هیواد بیا په ۲۰۱۶م کال کې یوازې د افغانانو د اخراج په لړۍ لاس پورې کړ.

په درپوټ کې راغلي دي چې له ۲۰۱۶م کاله د ۲۰۱۷م کال تر جون میاشتې پورې ۱۰۶ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج شوي او دغه لړۍ په ۲۰۱۸م کال کې هم ادامه لري. په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې تر یو لړ خونړیو پیښو وروسته د افغانانو د اخراج لړۍ په مؤقت ډول ودرول شوه چې بیا څه موده وروسته یو ځل بیا پیل شوه. په رپوټ کې راغلي دي چې په آلمان کې میشت شاوخوا ۱۰ زره افغان پناه غوښتونکي ښايي بیرته خپل هیواد ته اخراج شي.

د مهاجرو او اخراج شوو کسانو له پاره د اروپايي ټولنې شورا په خپل رپوټ کې د ناروې د رسنیو په حواله ویلي دي چې د نورو هیوادونو په پرتله ناروې افغانستان ته خورا ډیر ماشومان اخراج کړي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې یوازې په روان کال کې ۳۷ کم سنه پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج شوي دي.

د «ناروې ټوډې» په نامه ناروېږۍ رسنۍ په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت له ډنمارک، فرانسې، هالنډ، ناروې، سویډن، سویس او بریتانیا سره د هغو افغان پناه غوښتونکو د اخراج په هکله دوه اړخیز توافق لاسلیک کړي چې په دغو هیوادونو کې یې د پناه غوښتنه رد شوي وي. په دې ډله کې ناروې او هالنډ هغه هیوادونه دي چې په ۲۰۱۶م کال کې یې افغانستان ته کم سنه پناه غوښتونکي اخراج کړي دي.

په امستردام کې د ماسټرۍ په لوړو زده کړو بوخت ۲۶ کلن نجیب آزاد وايي چې ده هم دغه شان کیسي اوریدلی دي. نوموړي وویل چې زما یو داسې اخراج شوی کس په یاد دی چې له بریتانیا څخه اخراج شوی وو او په افغانستان کې ووژل شو. هغه زیاته کړه چې یوه بل افغان مهاجر چې د آلمان له هامبورګ څخه اخراج شوی وو، په کابل کې یې ځان وواژه.

په عین وخت کې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې د ملاتړ د دفتر ویاند انیس کسار دویچه ویله ته وویل چې، د اروپايي ټولنې حکومتونه د تیرکال په پرتله ډیر افغان پناه غوښتونکي مني. کسار وویل چې په ۲۰۱۷م کال کې ۳۰ سلنه افغانانو ته په هغو هیوادونو کې د پاتیدو اجازه ورکړل شوې وه چې د پناه غوښتنه   ه، خو د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا دغه کچه ۴۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

Schultz Teri

زموږ له ارشيف څخه: