1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي پاتيږي

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د ناټو د عمومي منشي د مرستيال مشاوير جيمس اپارتورای ويلي دي چي ځواکونه به يې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د افغانستان څخه نه وزي.

https://p.dw.com/p/R10j
جيمس اپارتورای
جيمس اپارتورایانځور: NATO photos

اپارتورای تيره ورځ په مسکو کي د انتر فکس خبري اژانس سره په يوه مرکه کي ويلي دي چي:

« افغانانو ته د مسوليت سپارلو پروسه دا مانا نه لري چي ناټو تر ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د افغانستان څخه وزي.»

هغه وويل چي د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په مياشت کي به تاسي وويني چي ناټو ځواکونه په افغانستان کي وي. خو کومکي رول به لوبوي.

اپارتورای وويل افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليت سپارلو پروسه بايد د روان کال په نيمايي کي پيل او د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري بشپړه سي.

« په دغه جريان کي به موږ گورو چي څه ډول پر مختگ کيږي او بل د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو پروسه بايد چټکه سي تر څو هغوی وسي کړای چي امنيتي مسوليت په خپله غاړه واخلي.»

هغه وويل، چي تقريباً په هرو دوو اونيو کي د ناټو مقر ته داسي نقشه سپارل کيږي چي په هغه کي په سره، ژړ او زرغونه رنگونو نښاني سوي سيمي ښکاري چي د افغانستان کومي سيمي دې ته اماده دي چي امنيتي مسوليت يې افغانانو ته وسپارل سي.

« خو وروستۍ پريکړي به ولسمشر حامد کرزی کوي، څوک چي، تر هغه ځايه چي زه خبر يم پلان لري په راتلونکو ميشاتو کي هغه سیمي اعلان کړي چي امنيتي مسوليت يې افغان ځواکونه په غاړه اخلي.»

د ناټو استازي وويل چي د مسوليت سپارلو پروسه به يوه اوږده پروسه وي او هغه به په څو پړاونو کي ترسره کيږي.

« خبره پر دې باندي ده چي ناټو ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي پاته وي او د افغان حکومت سره به په ټولو چارو کي مرسته کوي.»

د هغه په خبره موږ د افغان حکومت سره دې پريکړي ته رسېدلي يو چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به لکه څنگه چي په پوځي چاروکي به مرسته کو په ملکي چاروکي به هم مرستي دوام ولري.

« موږ د افغان حکومت سره په بل ډول سره پوه سوو، هغه داچي د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کي به د ناټو استازي لا په افغانستان کي وي.»

انترفکس: نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم