1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ناټو ونشو کړی د روسيې خلاف نوې دفاعي طرحه جوړه کړي

۱۴۰۲ خرداد ۲۷, شنبه

ناټو سازمان ونه توانېد چې د روسيې په مقابل کې د يوې نوې دفاعي ستراتيژۍ په جوړولو کې بریالی شي. د پخواني شوروي اتحاد تر پاشل کېدو وروسته، ناټو د يو پراخ دفاعې پلان درلودلو احساس نه کاوه، ځکه روسيه د یو ګواښ نه ګڼل کېده.

https://p.dw.com/p/4SiWi
په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه - د ۲۰۲۳م کال د جون ۱۵مه
په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه - د ۲۰۲۳م کال د جون ۱۵مهانځور: Virginia Mayo/AP Photo/picture alliance

د ناټو یو ديپلومات ويلي دي چې ترکيې [د ناټو له يوې ګډې دفاعې طرحې] سره مخالفت کړی دی. د غړو هیوادونو د استازو موخه دا وه چې د سړې جګړې تر پای وروسته د لومړي ځل له پاره د روسيې د احتمالي حملې پر وړاندې ېوه دفاعي طرحه چمتو کړي. د ناټو د دغې نوې ستراتيژېکې طرحې محرک، پر اوکراین د روسيې حمله وه.

د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبرګ، د شمالي انتلانتيک تړون (ناټو) د غړو هیوادونو د دفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د جمعې په ورځ په بروکسل کې صرف دومره وویل چې هغوی لا نژدې شوي دي.

ورته نور ولولئ: د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه؛ د اوکراین د غړیتوب پر سر اختلاف

یاد ديپلومات ويلي دي چې ترکيې د جغرافیايي مسائیلو په خاطر په دغه نوې دفاعي طرحه کې له خپل ویتو حق څخه استفاده کړې ده. په دې برخه کې قبرس اساسي رول لوبوي. قبرس چې په مديترانه کې یوه جزېره ده، په دوو، ترکي او یوناني برخو ويشل شوې ده. د ترکيې خوا قبرس، د قبرس د یوناني جهوريت برخلاف په نړېواله سطحه په رسمیت پېژندل شوی نه دی.

امریکا متحده ایالات تمه لري چې ترکیه په دې برخه کې له مقاومته لاس واخلي. د متحده ایالاتو یو لوړپوړي چارواکي ويلي دي چې تمه ده دغه پلانونه د ناټو د غړو هیوادونو غونډه کې چې د روان کال په جولای میاشت کې د لیتوانيا په پلازمينه ویلنیوس کې جوړيږي، نهايي شي.

ورته نور ولولئ: د المان پر اسمان د ناټو بې سابقې هوايي تمرین

په دې ترتيب، د ناټو د غړو هیوادونو دفاع وزیران به د دغې پوځي مخفي طرحې په زرونو پاڼې تائید کړي. په دغو پاڼو کې په تفصيل سره وضاحت ورکړل شوی چې ناټو به د روسيې د ېوې حملې په مقابل کې څرنګه غبرګون ښکاره کوي.

په تېرو څو لسيزو کې، دغه پوځي اتحاد د روسيې په مقابل کې د یو پراخ دفاعې پلان اړتيا نه احساسوله، هغه په دې دليل چې د پخواني شوروي اتحاد تر پاشل کېدو وروسته، روسيې ته د یو جدي ګواښ په توګه نه کتل کېدل.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: