1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

ناټو د ۹۰زره عسکرو ستر پوځي تمرینات پیلوي

۱۴۰۲ دی ۲۹, جمعه

د ناټو پوځي تړون د «ټينګې مدافع» تر عنوان لاندې پوځي تمریناتو کې تر ۹۰زرو ډېر عسکر ګډون کوي. په اصل کې دغو پوځي تمریناتو ته د دغه شمېر نيمايي په نظر کې نیول شوی ول. د آلمان پوځ به پکې مهم رول ولري.

https://p.dw.com/p/4bTWy

د شمالي انتلانيک یا ناټو د دغه پوځي مانور موخه، له مخکې د روسیې د احتمالي خطراتو مخنيوی دی.

غربي متحدین غواړي د ناټو سازمان په شرقی هېوادونو کې په دغو څلور میاشتني مانورونو سره وښيي چې په داسې وضعیت کې دي چې کولی شي چټک او ځواکمن غبرګون وښيي.

د دغه تړون د تازه معلوماتو پر اساس، د دغو مانورونو ته په فبروري مياشت کې د ۹۰زره عسکرو بسیج کولو ته تیاری نیول کيږي. تر دې مخکې په دغو مانورونو کې د شاوخوا ۴۰زره ګډونوالو خبره شوې وه.

په اروپا کې د ناټو ځواکونو د قوماندانۍ مشر کریستوفر کاوولي، ویلی دی چې دا له لسیزو راهيسې د دغه پوځي اتحاد تر ټولو ستر پوځي تمرینات دي. د کاوولي په خبره، په دغو تمریناتو کې د ځمکنیو ملي او څو ميلیتي ځواکونو د استقرار او د ځانګړې تیارسي تمرینات ترسره کيږي.

په بروکسل کې د ناټو لوړ پوړي جنرالان، له کيڼ لوره: د ناټو د پوځي کميټې مشر جنرال کریستوفر کاولي، جنرال راب بااور او جنرال کریس بادیا
په بروکسل کې د ناټو لوړ پوړي جنرالان، له کيڼ لوره: د ناټو د پوځي کميټې مشر جنرال کریستوفر کاولي، جنرال راب بااور او جنرال کریس بادیاانځور: NATO/IMS

روسيې ته روښانه زیګنال

د ناټو د پوځي کميټې مشر راب باور، په بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې د دوه ورځنۍ مشورتۍ غونډې وروسته وويل: «موږ روسيې او نورو تروریستي ډلو سره د چلند له پاره ځان آماده کوو. که چېرته هغوی پر موږ حمله کوي، موږ باید آماده واوسو.»

په دا ډول یو وضعيت کې د ناټو تړون پنځمه ماده فعالیږي. دغه ماده له غړو هېوادونو څخه د مرستې او حمایت په تړاو د ناټو مکلفیت تنظیموي او داسې بیانوي چې د دغه سازمان پر یو یا څو غړو حمله، د تړون پر ټولو غړو حمله ګڼل کيږي.

د پوځي تمریناتو د پيل اعلان، پر اوکراین په فبروري مياشت کې د روسيې د پوځي يرغل له دوهمې کلیزې، څلور اوونۍ مخکې کیږي. روسيې پر اوکراين د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پوځي يرغل وکړ.

ناټو به د پوځي تمریناتو د پيل اعلان، پر اوکراین د روسيې د پوځي يرغل (د فبرورۍ ۲۴مه ۲۰۲۲) له دوهمې کلیزې، څلور اوونۍ مخکې وکړي
ناټو به د پوځي تمریناتو د پيل اعلان، پر اوکراین د روسيې د پوځي يرغل (د فبرورۍ ۲۴مه ۲۰۲۲) له دوهمې کلیزې، څلور اوونۍ مخکې وکړيانځور: Maximilian Clarke/ZUMA/IMAGO

د آلمان د پوځ مهم رول

په دغه پوځي تمریناتو یا مانورونو کې به د ناټو ټول ۳۱ غړي هېوادونه او سويډن چې د دغه سازمان غړیتوب ته نوماند دی، ګډون وکړي. د ناټو د پوځي تمریناتو ساحه، له ناروي څخه نيولې تر نورو هېوادونو لکه رومانيا پورې په بر کې نیسي.

د آلمان پوځ ويلي دي چې په دغو پوځي مانورونو کې به مهم رول ولري. د آلمان پوځ په ««ټينګې مدافع» پوځي تمریناتو کې د «کوادريګا ۲۰۲۴م» په نوم له یو څلور پړاوه سترو تمریناتو سره ګډون کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل