1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناټو له افغانستان څخه بشپړه وتلو ته مجبوريږي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي وايي چي که د افغانستان د ټاکنو جنجال ژر ختم نه سي او نوی جمهور رئيس له دوی سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي پر دوی باندي ورځ تر بلي له دغه هيواد څخه د بشپړه وتلو فشار ډيريږي.

https://p.dw.com/p/1Csmg
انځور: Reuters

اندرس فوع راسموسن د دوشنبې په ورځ له رويترس سره په خبرو کي ويلي دي چي د سپتمبر مياشتي پر ۴ او ۵ نېټه د ناټو د غړو هيوادونو د مشرانو غونډه چي په «ولز» کي جوړيږي، د دغسي يوې پريکړي د کولو له پاره ډيره رانژدې ده.

«ډير ژر به موږ مجبوره سو چي سخته پريکړه وکړو. ځکه که موږ په افغانستان کي د پاتېدو د دوام له پاره قانوني اجازه نه ولرو، موږ بايد د کال تر پايه پوري ټول بيرته راوباسو...ډير ژر.»

ناټو په پلان کي لري چي د روان مېلادي کال تر پايه پوري په افغانستان کي خپل جنگي ماموريت ختم کړی او تر دغه کال وروسته د افغان امنيتي ځواک د روزلو او تجهيز په نوم يو بل ماموريت پيل کړي.

د دې له پاره چي ناټو تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي بل ماموريت پيل کړي افغان حکومت بايد له امريکا متحده ايالاتو او ناټو سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي. دغه تړون بهرنيو عسکرو ته په افغانستان کي د حضور زمينه برابروي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا متحده ايالاتو سره د دغه تړو له لاسليکولو څخه ډډه وکړه. خو د هغه چوکۍ ته کانديدانو هر يوه اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله ويلي دي چي که بريالی سي دغه تړون به لاسليک کړي. خو د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکني چي په جون مياشت کي تر سره سوې دومر اوږدې سوې چي تر اوسه پوري يې لا پايلي معلومي نه دي.

د امنيتي تړون د لاسلیکولو ځنډ، تر ۲۰۱۴ کال وروسته ماموريت د پلانولو وخت ډېر تنگ کړی دی. راسموسن ويلي دي چي اوسنی وضعيت ډير حياتي دی.

«وخت پر تيرېدو دی، ځکه نو موږ له افغانانو څخه غواړو چي د ولسمشرۍ ټاکنو بهير ته د پای ټکی کښېږدي، او موږ له نوی ولسمشره غواړو چي د لوړي تر مراسيمو وروسته امنيتي تړون ژر لاسليک کړي.»

د افغانستان ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو ويلي دي چي دوی داسي يو هوکړه ليک لاسليک کړی دی، چي له به يې د اگست مياشتي تر پايه پوري د ټاکنو پايلي روښانه او نوی ولسمشر به لوړه وکړي.

اوس مهال د ناټو په مشرۍ ايساف ځواک په چوکاټ کي نزدې ۴۴۰۰۰ زره بهرني عسکر په افغانستان کي مېشته دي چي له دې جملې څخه يې ۳۰۰۰۰ امريکايان دي.

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما د روان مېلادي کال په می مياشت کي اعلان وکړ چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي شاوخوا ۹۸۰۰ عسکر پريږدي چي د القاعدې پاته سوي له منځه يوسې او دغه ماموريت به بيا د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري ختم کړي.

داسي اټکل کيږي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د تروريزم پرضد مبارزه کي د ناټو د غړو هيوادونو نزدې ۴۰۰۰ عسکر هم په افغانستان کي پاته سي.