1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په افغانستان او ليبيا کي جنګي ماموريت بايد پای ته ورسيږي

۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

په بروکسل کي د ناټو د دفاع وزيرانو پرونۍ غونډه د دو جنګي ماموريتونو د پای ته رسولو پر سر راڅرخيدله: ليبيا او افغانستان. په ليبيا کي له شپږو مياشتو را په دې خوا او په افغانستان کي له لسو کلونو را په دې خوا جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/12nVS
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسنانځور: AP

داسي ښکاري چي په ليبيا کي د ملي انتقالي شورا سرتيري د بري په درشل کي وي. يوازي د سرت د ښار په شا او خوا کي د ليبيا د راپرځول سوي واکمن معمر القذافي سرتيري مقاومت کوي. دا چي قذافي خپله چيري دی، معلومه نه ده.

 

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وويل، څرګنده ده چي ددې ماموريت د پای وړاندويني کيږي. د قذافي سرتيري د بايلل سوي جګړې لپاره جنګيږي. « موږ هوډ کړی، چي خپلو عملياتو ته ترهغه دوام ورکړو، چي خطرونه موجود وي.»

 

د خطرونو څخه هدف د ليبيا ملکي خلک دي. دا ځکه چي د ناتو ماموريت دا نه دی، چي د قذافي سرتيري وټکوي، بلکي ولسي خلک د هغوی له تيريو خوندي وساتي.

 

د ناټو ددفاع وزيرانو په داسي حال کي، چي په ليبيا کي د خپل سازمان د يو بې ساري بريالييتوب څخه خبري کوي، د افغانستان د ماموريت په اړه يې لا تراوسه يو څرګند بيلانس نه دی وړاندي کړی.

 

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو ماموريت تر 2014 کال وروسته پای ته رسيږي او افغان وسلوال ځواکونه بايد د خپل هيواد ساتنه خپله وکړي. د ناټوعمومي منشي په دې اړه وويل، دا د افغانستان لپاره يوه مهمه شېبه ده:

« د انتقال پروسه د پلان مطابق د عمل په ډګر کي پلي کيږي او د هغه مخه څوک نيولای نه سي. اوس د افغانستان وسلوال ځواکونه په 7 سيمو کي مشري په غاړه لري. د هغوی توانمندي ورځ په ورځ پياوړې کيږي. هغوی تر اوسه پوري د خطرونو او ګواښونو په وړاندي په زړورتيا سره مقابله کړې ده.»

 

د راتلونکي کال تر مني پوري د امريکا متحده ايالات د کابو 100 زرو سرتيرو يو پر دريمه برخه وزي. د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو په وتلو کي د بيړي په وړاندي خبرداری ورکړی:

 

« هدف ښکاره دی، موږ غواړو چي د 2014 کال ترپايه پوري د امنيتي مسؤليت د سپارلو لپاره بندوبست وکړو. معني دا چي د سرتيرو له وتلو سره جوخت به د افغانستان امنيتي ځواکونه وده کوي. په دې برخه کي البته موږ ستراتيژيکي زغم ته اړتيا لرو.»

 

د ديميزير د وينا له مخي د امريکايي سرتيرو د يوې برخي وتل د افغانستان په شمال کي د آلمان د پوځ پر وضعيت به ناوړه اغيزه ونه کړي.

 

داچي لس کاله مخکي د افغانستان په ماموريت کي د برخي اخيستو په تصميم کي سهلانګاري سوې ده که څنګه؟ د آلمان د دفاع وزير وويل: « موږ سهلانګاري نه ده کړې. دا سم کار ؤ. خو په دغه ماموريت کي د برخي اخيستو سره انتظارونه ډير لوړ ټاکل سوي ؤ، او دا هغه يو درس دی، چي موږ له دې ماموريت څخه زده کړی.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل