1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ناپېژاندو وسلوالو په اېران کې ۹ پاکستاني اتباع وژلي

۱۴۰۲ بهمن ۸, یکشنبه

ناپېژاندو وسلوالو د ایران په جنوب غرب کې ۹ پاکستاني اتباع په ډزو وژلي او ۳ نور ېې ټپیان کړي دي. رپوټونه وايي چې درې شکمن وسلوال د پاکستاني اتباعو کور ته دننه شوي او دغه مرګ ژوبله ېې اړولې ده.

https://p.dw.com/p/4blGV
Karte Iran mit der Provinz Sistan und Baluchestan

د ایران د سیستان بلوچستان ایالت د والي یوه ویاند د شنبې په ورځ ایسنا خبري آژانس ته ومنله چې په دغه پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. ایران دغه ایالت پاکستان سره ګډه پوله لري.

د آلمان خبري آژانس په حواله، درې شکمن وسلوال په سراوان سیمه کې د پاکستاني وګړو یوه شخصي کور ته دننه شوي او پر هغوی ېې ډزې کړي دي. رپوټ زیاتوي چې حمله کونکي لا تر اوسه نه دي پېژندل شوي او د حملې انګیزه هم روښانه نه ده.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې دغه پېښه د ایران او پاکستان تر منځ د راپورته شوو وروستيو جنجالونو سره تړاو نه لري. دغه وزارت پر ایکس شبکې ليکلي: «ایران دغه پېښه په کلکه غندي او د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي شریکوي.»

(dpa)/mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب