1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

نتانیاهو له حماس سره په جګړه کې وقفې غځولو ته چمتووالی ښوولی

۱۴۰۲ آذر ۶, دوشنبه

د اسرائیل لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره تر خبرو وروسته اعلان وکړ چې دی تيار دی چې د غزې په جګړه کې د یرغمل شویو د خلاصون له پاره څلور ورځني وقفه وغځوي.خو له وقفې وروسته به له حماس سره جګړه دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/4ZU8q
Israel Israels Premierminister Benjamin Netanjahu zeigt seine Karte des "Neuen Nahen Ostens"
انځور: Richard Drew/AP Photo/picture alliance

په داسې حال کې چې د غزې په جګړه کې د وقفې غځول ښايي د حماس په ګټه تمام شي، خو د اسرائيل لومړي وزير ويلي دي چې د نورو يرغمل شويو د آزادۍ په موخه د وقفې غځولو ته چمتو دی.

بنیامین نتانیاهو د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره له خبرو وروسته دې ته اشاره وکړه چې له حماس سره د شوې هوکړې له مخې باید هره ورځ لږ تر لږه لس یرغمل شوي کسان د حماس له منګولو ازاد شي، خو نوموړي وویل چې له دې مودې وروسته به د دغې ترهګرې ډلې پر ضد جګړه ادامه ولري.

نتانیاهو وویل چې د دې وقفې له پای ته رسیدو وروسته به اسرائيل  جګړیز اهداف «په خپل ټول ځواک ترلاسه کړي».

بایدن مخکې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي ول چې د دغې وقفې دوام ته هیله لري. له دې سره به ډیر یرغمل شوي کسان آزاد شي او د غزې خلکو ته به ډېري بشري مرستې ورسیږي.

ماسک د اسرائیل له ولسمشر او د تښتول شویو له خپلوانو سره ګوري

د ایکس ټولنیزې رسنۍ مشر ايلن ماسک به د دوشنبې په ورځ د نوامبر پر ۲۷ اسرائیل ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له ولسمشر سره وګوري.

هغه به د بنیامین نتانیاهو او اسحاق هرتزوګ سره پر لیدنې سربیره د هغو کسانو له خپلوانو سره هم وویني چې حماس يرغمل کړي دي.

USA Kalifornien | Tesla CEO Elon Musk ist im Gerichtssaal in San Francisco
پر دغې ټولنیزي شبکې د غزې د جګړې په اړه د ناسمو معلوماتو او کرکې ډک پیغامونو د خپرولو له امله هم نیوکي شوې دي.انځور: JUSTIN SULLIVAN/AFP/Getty Images

د اسرا ئيل د ولسمشر دفتر اعلان کړی دی چې هرتزوګ به له ماسک سره د لیدنې پرمهال «په انټرنیټ کې د انتي سميتيزم پر ضد مبارزې» په اړه هم  ټینګار وکړي.

سر بیره پر دې به د یرغمل شویو کسانو خپلوان د اکتوبر مياشتي پر ۷ د حماس د هغه ترهګر برید په اړه چې وحشت يې جوړ کړي او د يرغمل شويو کسانو د درد او رنځ او نامعلوم سرنوشت په اړه خبري وکړي.

د ايلن ماسک په مشرۍ د ایکس  شبکه د اسرائیل او حماس جګړې له پیل راهیسې تر دې نیوکې لاندې ده چې له یهودي ضد او نورو ستونزو جوړونکو موضوعاتو سره مبارزه نه کوي.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

پر دغې ټولنیزي شبکې د غزې د جګړې په اړه د ناسمو معلوماتو او کرکې ډک پیغامونو د خپرولو له امله هم نیوکي شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان: په الاهلي روغتون کې چاودنه د ناپامو ډزو له امله شوې

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د روان کال د اکتوبر مياشتي پر ۱۷مه د غزې په تړانګه کې په الاهلي روغتون کې چاودنه چې ګڼ شمېر کسان پکې مړه او ژوبل شول، غالباً د یوه ناکام توغندي له امله رامنځته شوې وه.

د دغه سازمان په وینا، دا توغول ظاهراً د هغو توغونو څخه وې چې د وسله والو فلسطیني ملیشو له خوا کیږي. نو له همدې امله، لا زیاتو څیړنو ته اړتیا ده ترڅو معلومه شي چې د توغندي د توغولو تر شا د چا لاس و او آیا د جګړې له قوانینو څخه سرغړونه شوې که نه.

د حماس ترهګرې ډلې له پیله په دغه روغتون کې د ډزو پړه پر اسرائیل اچولې، خو اسرائیل د ځینو عکسونو او ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي دي چې دا ډزې  د اسلامي جهاد وسله والو کړې دي.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس په لاس کې دی، په دې چاودنه کې د سلگونو وژل شویو او ټپیانو خبر ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې تر دې دمه د دغه شمېر تائید نه شي کولی.

حماس د نوامبر مياشتي پر ۲۶ د یرغمل شویو دریمه ډله آزاده کړه، چې د اکتوبر د اوومې په برید کې یې له اسرائيل څخه تښتولي ول. اسرائيل تر دې دمه د یرغمل شویو د آزادۍ په بدل کې لسګونه فلسطینیان له بنده آزاد کړي دي.

قطر د سیمې له هيوادونو وغوښتل چې د غزې کړکېچ د هواري هڅې وکړي

قطر د سیمې له هيوادونو څخه غوښتي دي چې د غزې د شخړې د هواري له پاره هڅې وکړي. د دغه هیواد لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، له آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفورتر آلګماینه» سره په مرکه کې ویلي دي: «اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې د سیمه ایزو لوبغاړو په توګه خپله وظیفه سرته ورسوو او اسرائیل هم خپله دنده ترسره او سوله ممکنه کړي.»

هغه د حماس او اسرائیل ترمنځ د غزې په جګړه کې څلور ورځنی وقفې ته په اشارې سره چې له امله يې یرغمل شوي کسان آزاديږي او د غزې خلکو ته بشري مرستې رسیږي وویل، چې لږ تر لږه له دې هوکړې سره یو مثبت حرکت رامنځته شو او هیله ده دوام ورکول شي.

د قطر لومړی وزیر وایي ګومان نه کوي چې اسرائيل به د غزې په جګړه کې حماس له منځه یوسي، ځکه د هغه په وینا، دا ډله «د ټولنې یوه برخه ده، که تاسې ورسره همغږي یاست یا نه.»

قطر اوس مهال د حماس او اسرائیل ترمنځ  اصلي منځګړی دی.