1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نزدې ۷ ميليونو افغانانو رايي ورکړي دي»

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ فروردین ۱۶, شنبه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چي په ټاکنو کي نزدې اووه ميليونو وگړو رايي کارولي دي. په افغانستان کي د رايو ورکولو شرايط ۱۲ ميليونو وگړو پوره کړي ول.

https://p.dw.com/p/1BcdB
انځور: DW/H.Sirat

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس احمد يوسف نورستاني د شنبې په ورځ ماښام (۲۰۱۴ کال د اپريل ۵) په يوه خبري غونډه کي اعلان وکړ چي د ټاکنو له پيله تر غرمې پوري د اټکل له مخي نزدې ۳،۵ ميليونو وگړو خپلي رايي کارولي وې:

«زموږ د اټکلي شمېرو له مخي د رايو ورکولو د رسمي وخت يعني د مازيگر تر پنځو بجو پوري به نزدې ۷ ميليونو وگړو خپلي رايي کارولي وي، چي له دې جملې څخه ۶۴ سلنه نارينه او ۳۶ سلنه به يې ښځينه رايه ورکوونکي وي.» د نوروستاني په خبره دا اټکلي شمېرې دي او کېدای سي چي بدلون پکښي راسي.

په دغه خبري کنفرانس کي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر چارواکو سربيره د کورنيو او دفا چارو وزيرانو او د ملي امنيت رياست مسئول هم د خبريالانو پوښتنو ته جوابونه وويل.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير په ټاکنو کي د درغليو څو بېلگې وړاندي کړي چي هغه په ميدان وردگو، کابل، ننگرهار او هرات ولايتو کي وې، خو د درغليو د شمېر په اړه يې څه و نه ويل.

امنيت

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس احمد يوسف نورستاني وويل چي د رايو ورکولو له ۶۴۲۳ مرکزونو څخه يې نن د امنيتي ستونزو له کبله ۲۱۱ مرکزونه نور هم وتړل چي له دې جمله څخه بيا ۶ مرکزونه بيرته پرانيستل سول. تر دې مخکي ۷۴۸ مرکزونه تړلي اعلان سوي ول.

د کورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي وويل چي د ټول هيواد په کچه په تيرو ۲۴ ساعتونو کي په ټوليزه توگه د بريدونو يا يرغلونو ۱۴۰ اقدامه سوي دي: «په دغو پيښو کي د افغانستان د ملي ځواک تلفات د دښمن په پرتله څلور برابره لږ ول. په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۹ تنه پوليس او ۷ تنه د ملي اردو عکسر شهيدان سوي دي. د دښمن له اړه ۸۹ تنه وژل سوي دي.»

د داود زي په خبره په دغو پيښو کي ۴ تنه ملکان هم وژل سوي او نزدې ۴۳ کسان نور ټپيان سوي دي.

په مجموع کي د افغانستان امنيتي اورگانونو د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په پرتله اوسنۍ ټاکني له امنيتي پلوه بريالۍ و ارزولې.