1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: زياتره خلک د خپلو هېوادو له ديموکراسۍ ناراضه دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

يوه نړيواله څېړنه ښيي چې د نړۍ په ۲۷ هيوادونو کې خلک له ديموکراسۍ مطمئن نه دي. د نظر پوښتنې پايلې په ټوله نړۍ کې د يوه ناآرامه کوونکي وضعيت ښکارندوي کوي.

https://p.dw.com/p/3HhJ4
Faridabad Wahlen Indien 15.10.
انځور: UNI

دغه څرگندونې د هغه نړيوالې څيړنې پايله ده چې د « Pew» په نوم انستيتويت له خوا ترسره شوې ده او په واشنگټن کې وړاندې شوه. د دې څېړنې په حواله په ۲۷ پوښتل شويو هېوادونو کې ۵۱ سلنه وگړي د خپل هېواد د ديموکراسۍ له حالته مطمئن نه دي. له ديموکراسۍ څخه د نارضايتۍ کچه له يوه هيواده تر بل او له يوې لوې وچې تر بلي توپير لري.

د خپل هېواد له ديموکراسۍ څخه ناخوښي په هند کې ډېره زياته شوې ده او د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زياته شوې ده. په هند کې اوسمهال ۹۰۰ ميليونه رای اچوونکي نوی پارلمان انتخابوي.

په امريکا متحده ايالاتو کې هم له ديموکراسۍ د خلکو نارضايتي زياته شوې ده او ۵۸ سلنه ته رسيدلې ده.

په اروپا کې هم ډېري وگړي د خپلو هيوادونو پر ديموکراسيو نيوکې لري. په اروپا کې له لسو پوښتل شويو هيوادونو څخه په شپږو کې اکثريت له خپلو ديموکراسيو څخه خوښ ول: په فرانسه کې ۵۱ سلنه، هنگري ۵۳ سلنه، بريتانيا ۵۵ سلنه، ايتاليا ۷۰ سلنه، هسپانيا ۸۱ سلنه او يونان کې له ۸۴ سلنه وگړي له خپلې ديموکراسۍ خوښ دي.

په سويډن (۳۰)، هالند (۳۴)، پولند (۴۴)، او آلمان (۴۳)، کې بيا برعکس اقليت د هيواد له ديموکراسۍ څخه مطمئن دی. په اروپا کې آلمان هغه هيواد دی چې د تيرکال په پرتله پکښې د هغو کسانو شمير ۱۷ سلنه زيات شوی چې د ديموکراسۍ له وضعيته راضي نه دي.

فرانسه بيا هغه يوازنی هيواد دی چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلونو ترمنځ پکښې له ديموکراسۍ څخه د خلکو رضايتي ۱۴ سلنه زياته شوې ده. په فرانسه کې د څېړنې له پاره نظر پوښتنه د ۲۰۱۸م کال د مي د ۲۴ او جون د ۳ نيټې ترمنځ ترسره شوه، يعني په اصطلاح د ژيړ واسکټو تر احتجاج او مظاهرو د مخه. په ټوله نړۍ کې د فرانسې ترڅنگ يوازې په دوو نورو هېوادونو کې له ديموکراسۍ څخه د خلکو د نارضايتي کچه راټيټه شوې ده: له دې هېوادونو څخه يو جنوبي کوريا او بل مکسيکو دی.

په دې دواړو هيوادونو کې خلک د تيرکال په پرتله له خپلو ديموکراسيو څخه راضي ښکاريدل.

Stuttgart  Proteste gegen EU-Urheberrechtsreform
په آلمان کې له ديموکراسۍ څخه د خلکو نارضايتي په دې وروستيو کې ډېره شوې دهانځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

د هيواد اقتصادي وضعيت پريکړنده نقش لري

د خلکو د نظر د ښه درک له پاره د «پيو ـ څېړنې» په ترڅ کې د اقتصادي، سياسي او ټولنیزو فکتورونو په اړه هم پوښتني شوي دي. له ديموکراسۍ څخه د نارضايتۍ يو ډېر اغیزناک فکتور د هيواد د اقتصادي وضعيت ارزونه ده. په ۲۷ پوښتل شويو هيوادونو کې هغه انسانان چې د اقتصادي وضعيت څخه خوښ نه ول او په اړه یې دريځ منفي وو، هغوی بيا د ديموکراسۍ له وضعيته هم خوښ نه ول.

عوام لمسوونکي گوندونه هم يو فکتور دی

د څيړنې په حواله د پاپولستي يا عوامپالو گوندونو په اړه نظر هم د ديموکراسۍ په اړه پر اطمنان اغيز لري. په عمومي توگه د پاپولستي گوندونو پلويان له ديموکراسۍ سره د ناخوښۍ تمايل لري.

د مثال په توگه د سويډن د پاپولستي گوند نژدې ۶۰ سلنه پلويان د خپل هيواد له ديموکراسۍ خوښ نه دي.

په اروپا کې دا څېړنه له ديموکراسۍ څخه د ناخوښۍ او د اروپايي ټولنې په اړه د منفي نظر ترمنځ هم سره اړيکه ښکاره کوي. همدا د مهاجرت پر موضوع هم صدق کوي. د دې څېړنې له پاره د پيو ـ څيړونکو د ۲۰۱۸م کال د می او اگست مياشتو ترمنځ په ټولیزه توگه په ۲۷ هيوادونو کې  ۳۰۱۳۳ انسانان پوښتلي ول.

B.S/N.Z(dpa, kna)