1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه: انفلاسیون د جرمنیانو تر ټولو لویه اندېښنه ده

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

په سرعت سره د بیو لوړوالی او ګراني د یوې تازه نظرپوښتني پراساس د اوکراین ترجنګ، اقلیمي تغیراتو او یا کرونا تر وبا هم په اوس وخت کي د جرمنیانو ډیر لوی تشویش دی.

https://p.dw.com/p/4IyGW
Deutschland | Energieeinsparung in Supermärkten | Lidl
انځور: Micha Korb/pressefoto_korb/picture alliance

د خلګو په نظر تر نورو اروپايي هیوادونو ډیر په جرمني کي د انفلاسیون د راکمیدو او مالونو د ارزانه کیدو انتظار لږ دی. دا هم پداسي حال کي ده چي ګراني د ژوندانه په ټولو برخو او اړتیاوو کي مشاهده کیږي، نه یوازي د غذايي موادو په برخه کي. دغه تازه نظر پوښتنه، چي تیره شنبه( د اکتوبر میاشتي ۲۹) خپره سوه، د مِک کینزی د تجارتي مشورتي شرکت له خوا تر سره سوې ده.

د پوښتل سوو تقریباً ۱۰۰۰ کسانو ۵۷ فیصدو ویلي دي چي د هغوی لوی تشویش اوسنی انفلاسیون دی او دا هغوی سخت ناارامه کوي. دغه تشویش په تیر جون میاشت کي تر یوې مشابه نظر پوښتني لاهم ډیر دی کوم چي ۴۸ فیصدو انسانانو دغه ډول یوه اندېښنه درلوده.

د تازه نظر پوښتني مطابق تر دوه پر دریمي برخي پوښتل سوو کسانو لا ډیر د قیمتونو د نور لوړیدو او ګرانۍ انتظار لري.