1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ د دسمبر د میاشتې ۴ نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۳۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۷ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13MNk
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۵۸۶م کال پر همدې ورځ د انګلستان ملکې الزبت اول، د سکاټ د ملکې میرې پر ضد د مرګ سزا تأید کړه.

د ۱۸۷۷م کال پر ننې ورځ، توماس ایډیسن، د، نوي جرسې، په خپل لابراتور کې فونوګراپ اختراع کړ. (هغه اله چې اواز او موسيقي ثبتوي او بيرته يې اوروي.)

د ۱۸۹۳م کال پر همدې ورځ برتانیه او فرانسه د سیام ( اوسنی تایلنډ ) پر سر هوکړې ته ورسیدل.

د ۱۹۷۱م کال د دسمبر په څلورمه نیټه د هندوستان پوځ، ټانکونو او الوتکو په ختیځ پاکستان ( اوسنی بنګله دیش ) باندې برید وکړ. او د لویدیځ پاکستان یعني اوسني پاکستان پر مهمو پوځي ځایونه یې بریدونه تر سره کړل.

د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ د هوندراس رژیم د پوځي کودتا قرباني شو.

د ۱۹۸۴م کال پر ننې ورځ یو تن چې د اردن پاسپورټ یې درلود د اردن یو ديپلومات په رومانیا کې هغه ووخت وواژه، چې د هوټل څخه د وتلو په حال کې وو.

د ۱۹۹۱م کال د دسمبر په لمړې نیټه د اسوسیټیډ پریس خبریال چې په لبنان کې د شعیه مسلمانانو له خوا برمته شوې وو، ۷ کاله وروسته آزاد کړای شو.

په ۲۰۰۴م کال کې په بغداد کې د عراقي پولیسو، کردي ملیشې او د امریکایې پوځیانو پر وړاندې یو ځانمرګی برید تر سره شو چې ۱۴ تنه یې ووژل او نور ۵۹ تنه ټپیان شوي.

د ۲۰۰۹م کال د دسمبر په څلورمه نیټه د روسیې د پیرم په ښار کې په یوه کلب کې د چاودنې له امله ۱۰۰ تنه ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل