1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ننگرهار: د داعش او طالبانو ترمنځ له جگړو د ملکيانو تېښته

۱۳۹۸ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د ننگرهار چارواکي وايي چې د داعش او طالبانو تر منځ دا جگړه د رواني اوونۍ په پیل کې په شیرزادو او خوږیاڼو ولسواليو کې پېل شوې او په سونو کورنۍ له دغو ولسواليو وتلي دي.

https://p.dw.com/p/3HOXi
Afghanistan Sandsturm Umwelt Wetter Klima Smog
انځور: Getty Images/AFP/A. Renneisen

د ننگرهار چارواکي وايي چي له تېرو څو ورځو راهیسي د دغه ولایت په شیرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې روانې دي، چې له امله یې په زرونو ملکيان له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

جګړې د شیرزادو او خوږیاڼو په نکړخېلو، ګندمک، زاوه، وتیسار، مرکيخېلو او نورو سیمو کې روانې دي.

له دغو دوو ولسوالیو وتلي کورنۍ د خوږیاڼو امن سیمو، سره رود او جلال اباد ښار ته ځانونه رسولي دي.

بې ځایه شوي کډوال وايي چې له شیرزادو او خوږیاڼو ولسي خلکو د بې ځایه کېدنې لړۍ اوس هم روانه ده؛ خو تر اوسه ورسره لومړنۍ مرستې هم نه دي شوي.

د شیرزادو له مرکيخېلو یو بې ځایه شوی کډوال چې اوس یې په سره رود ولسوالۍ کې په نيم ودانۍ جونګړه کې اړولي وايي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

«کډې مو وکړې، هر څه پاتې شو، یوازې مېرمنې او ماشومان مو راویستل، نور خلک هم پاتې دي، څاروي او هر څه پاتې دي. جنګ د مرکیخېلو په سیمه کې دی، جنګ ورو ورو لاندې سیمو ته راکېوزي.»

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رئیس نجیب الله قیومي دويچه ويله ته وویل، د شېرزادو او خوږیاڼو له مرکيخېلو، نکړخېلو، ګندمک، وتیسار او نورو سیمو راکډه شوي نژدې ۲۸۰۰ کورنۍ یې ثبت کړي، چې ژر به ورسره د مرستو لړۍ هم پیل کړي.

«تر دې مهاله پورې چې موږ ته له ولسوالیو لستونه راغلي او زموږ ټیمونه لګیا دي، تر اوسه پوري ۲۸۲۶ فامیلونه راغلي دي. موږ سروې ته لېږلي دي. زموږ ټیمونه په ټولو سیمو سروې کوې.»

ښاغلی قیومي وايي، له شیرزادو او خوږیانو د ولسي خلکو د بې ځایه کېدنې لړۍ اوس هم روانه ده، چې کره شمېرې به یې وروسته رسنیزې کړي.

حکومتي چارواکي دې نښتو کې دواړو ډلو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي، خو کره شمېر يې نه دی په ډاګه کړی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، په دو ولسوالیو کې به تازه د دواړو ډلو د ځپلو له پاره حکومتي عملیات پېل شي.

«په سیمه کې د مخالفینو د ځپلو په موخه امنیتي ارګانونه ځانګړی پلان لري. ډاډ ورکو، چې سیمه به له مخالفینو پاکېږي او کورنیو ته به د بېرته ستنېدو زمینه هم برابرېږي.»

هاخوا ۲۰۱سیلاب قول اردو له لوري رسنیو ته لېږلې خبرپاڼه کې راغلي دي، د شېرزادو په نکړخېلو، ګندمک، وتیسار او ورڅېرمه سیمو کې د داعش او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي، چې تر اوسه پکې نهه طالبان وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې د داعش ډلې مرګ،ژوبلې په اړه څه نه دي لیکل شوي.

تر اوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا جګړې داسې مهال کېږي، چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د همدغې شیرزادو ولسوالۍ پر مقام ډله‌ ایز بریدونه کړي وو، چې دواړو لوریو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو تر څنګ حکومت د طالبانو د بریدونو د پرشا تمبولو خبر ورکړ.

له دې وړاندې د ننګرهار په شینوارو او خوږیاڼو ولسوالیو او دغه راز کونړ کې داعش او طالبان خپلو کې نښتي وو، چې له امله یې دواړو ولایتونو کې د ولسي خلکو زرګونه کورنیو خپلې سیمې پرېښې وې.

اميد ديدار