1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شريف لاهور ته پر لاره دی، خو د نيول کېدو گواښ يې سته

۱۳۹۷ تیر ۲۲, جمعه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لاهور ته د راستنیدو په درشل کې چارواکو د جمعې په ورځ د لاهور ځینې برخې تړلي دي. نواز شریف د ټاکنو تر مخه د نیول کیدو له ګواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/31NU9
Abu Dhabi Maryam Nawaz Sharif und Mian Nawaz Sharif
انځور: Facebook/pml.n.official

نواز شریف تیره اوونې په غیاب کې د فساد ضد محکمې په لندن کې د جائیداد د رانیولو په تور په لس کاله بند محکوم کړ. دا ګام د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند له پاره د ټاکنو په درشل کې سخت ضربه انګیرل کیږي. د جولای میاشتې پر ۲۵مه نیټه په پاکستان کې پارلماني ټاکنې تر سره کیږي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې نواز شریف ادعا کړې ده چې هغه د پوځ له لوري په نخښه کیږي. د نواز شریف د ګوند له لوري د جمعې په ورځ په خپاره شويي ویډیويي پيغام کې نواز شریف ویلي دي: «زه په دې پوهیږم...چې مستقیما به زندان ته یوړل شم. زه غواړم پاکستانیانو ته ووایم چې دا کار ستاسو له پاره کوم. زما سره مل شئ، له ما سره لاسونه یو کړئ او د هیواد برخلیک ته بدلون ورکړئ.»

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دوی په سملاسي توګه د دغه ویډیو د تولید نیټه نه شي تائیدولی په کوم کي چې نواز شریف د الوتکې په څوکۍ کې ناست ښکاري.

Pakistan Lahore Vorbereitungen auf die Rückkehr von Ex-Premier Sharif
د لاهور په هوایي ډګر کې ډیر شمیر پولیس ځای پر ځای کړی شوي ديانځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

د پنجشنبې په ورځ د نواز شریف ورور شهباز شریف چې اوس د ګوند مشري پر غاړه لري ویلي ول چې د نواز شریف تر راتلو د مخه د ګوند په سلونو غړي یې نیول شوي دي. هغه دغه ګام تر ټاکنو د مخه د درغلیو په توګه یاد کړی وو.

شهباز شریف د پخواني لومړي وزیر د ښه راغلاست هوډ څرګند کړ او ويې ویل چې د ګوند په زورنو غړي په د هغه د ښه راغلاست له پاره د لاهور هوایي ډګر ته ولاړ شي. د شهباز شریف په خبره «ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې پاکستان مسلم لیګ (ن) په نخښه کیږي. د تاوتریخوالي سربیره به موږ هوایي ډګر ته ولاړ شو او په بشپړه توګه به سوله ایز پاتې شو.»

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ په حواله د جمعې په سهار د لاهور ځیني سړکونه د کانتینرونو په واسطه بند کړی شوي او هوایي ډګر ته په تګ راتګ محدودیتونه وضع شوي.

د پولیسو یوه چارواکي له نوموړي خبري آژانس سره د نوم د نه ښوولو په شرط په خبرو کې ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې په ښار کې ۵۰ داسې ځایونه په نخښه شوي چې وتړل شي. خو په عین وخت کې د ګوند ملاتړي هوډمن دي چې هوایي ډګر ته به ځي.

نواز شریف د پنجشنبې په شپه له لندن څخه ابو ظبۍ ته پرواز وکړ. په لندن کې د نواز شریف میرمن چې په سرطان ناروغۍ اخته ده، تر درملنې لاندې ده.

په پاکستان کې د جولای مياشتي پر ۲۵مه نیټه پارلماني ټاکنې تر سره کیږي. د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف، د مسلم لیګ (ن) سرسخته سیال ګڼل کیږي. دغه ټاکنې به په پاکستان کې په دوهم وار په دیموکراتیکه توګه د واک لیږد وي.

نواز شریف د پاکستان ۱۵م صدراعظم وو چې د خپلې کاري دورې تر مخه له خپلې دندې ګوښه شو. د دغه هیواد په ۷۰ کلن تاریخ کې تر نیمایي زیات وخت پوځي واکمني وه.

پوځ اوس هم په دغه هیواد کې تر ټولو زیاته پیاوړې اداره ده او په وروستیو میاشتو کې له دې تورونو سره مخامخ دی چې پر رسنیو او سیاستوالو فشار راوړي څو په ټاکنو کې د مسلم لیګ (ن) پر ضد لاسوهنه وکړي.

خو د پاکستان وسله وال پوځ دغه تورونه ردوي او وایي چې په ټاکنو کې «هیڅ مستقیم نقش» نه لري.

زموږ له آرشیف څخه: