1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوالو په کابل کې خونړی بريد سخت غندلی دی

۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبه

ځينو هيوادونو او ملگرو ملتونو په کابل کې د سه شنبې ورځې خونړی بريد چې په لسونو کسان یې وژلي، سخت غندلی دی او له افغان مشرتابه سره یې يووالی ښوولی دی. په دغه بريد کي نژدې ۵۵ کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/38dFN
Selbstmordattentat in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د سه شبنې په ماښام (۲۰۱۸ م کال د نوامبر ۲۰) د تويتر له لارې په کابل کې پر خونړي بريد سخته خواشيني څرگنده کړه او دا بريد یې «غير انساني ترور» وباله. د وزارت له خوا زياته شوه چې آلمان به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې په پروسه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا هم برید غندلی او د قربانيانو له کورنيو سره یې خواخوږي څرگنډه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم دغه ځانمرگي بريد وغانده او د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مرابت وړاندې کړي دي.

افغانستان او امريکا متحده ايالات تل پر پاکستان طالبانو ته د پناه د ورکړې تورونه لگوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چې پر طالبانو د خپل محدود نفوذ له لارې هڅه کوي دغه ډله د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د کابل خونړی بريد په سختو ټکو غندلی دی او دا یې د « اسلام پر ارزښتونو او د اسلام د پيغمبر پر پيروانو» بريد بللی دی. نوموړی د چهار شنبې ورځ په ټول هيواد کې ملي ماتم اعلان کړی او دا بريد یې پر «بشريت د بريد» په توگه ياد کړ.

د تازه معلوماتو په حواله د سه شبنې په ورځ د کابل په يوه هوټل کې د ميلاد نبي په يوه محفل کې پر راټولو شويو کسانو دې ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي او تر ۸۰ پورې ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي دي. خو د داعش ډلې په ماضي کې تل د دغه ډول خونړيو بريدونو مسئوليت منلی دی.

دغه ډله په جون مياشت کې هم په کابل کې د علماوو پر يوه غونډه چې ۲۰ کسان پکښې ووژل شول، پړه منلې وه. د افغان علماوو شورا په نوم دغي جرگه گۍ په يوې فتوی سره ځانمرگي بريدونه حرام بللي ول او د سولې د خبرو اترو غږ یې کړې وو.