1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

«نیوز اسیا»؛ د دویچه ویله په انګلیسي کانال کې د آسیا کړکۍ

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

دویچه ویله (DW) له نورو خپرونو سره خپل د انګلیسي ژبې کانال تقویه کوي. په دغو خپرونو کې هڅه کیږي چې د اسیا او افریقا د ځوانو مخاطبینو له پاره د خوښې مطالب او د دغو سیمو خبرونه خپاره شي.

https://p.dw.com/p/3CO7P
DW News Sendungslogo

له دوشنبې ورځې (د جنوري ۲۸مه نیټه) دویچه ویله په خپل انګلیسي تلویزیوني کانال کې د «نیوز اسیا» او «نیوز افریقا» خپرونۍ پیل کړې. دغه خپرونې هره ورځ له دوشنبې تر جمعې ورځو پورې خپریږي.

دویچه ویله هڅه کوي چې د هغو مطالبو له خپرولو سره چې په دغو دوو قارو کې یې له خپلو خبریالانو څخه ترلاسه کوي، خپلې برنامې د دغو دوو قارو د اوسیدونکو له پاره په زړه پوري کړي.

د دویچه ویله د تلویزیون مشر ریچارد واکر، د دغو دوو خپرونو په اړه وویل: «دغه خپرونې تر عادي تلویزیوني خپرونو ډیر څه دي. دغه خپرونې زموږ له پاره داسې واسطې دي چې تر هر وخت دیر په دغو دوو مهمو قارو کې زموږ له مخاطبینو او د دیجیتال محتویاتو له کارکوونکو سره، موږ نزدې کوي. په دغو خپرونو کې به خبري رپوټونه د دویچه ویله له لوړو ژورنالیستي ستندردونو سره وړاندې شي.»

پر دې سربیره دویچه ویله د «بزنس اسیا» او «ایکو انډیا» خپرونو له لارې پر دغو دوو قارو باندې خپل تمرکز لا پسې ډیروي.

د دویچه ویله د خپرونو مدیرې ګردا مویر، په دې اړه وویل: «موږ د اسیا او افریقا د ښارونو په مرکزونو کې خپلو ځوانو مخاطبانو ته عصري ویډیوي مطالب چې پر حل لارو متمرکز دي، نشرو.»

د دې خپرونې لومړۍ برخهدلته وګورئ.