1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

نیوزیلنډ په افغانستان او عراق کې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ

۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبه

نیوزیلنډ غواړي چې د خپل پوځي ماموریت په غځولو سره په افغانستان او عراق کې خپل پوځي حضور ته ادامه ورکړي. د دې هیواد لومړۍ وزیرې اعلان وکړ چې دغه ماموریت به د راتلونکي کال تر نیمايي پورې ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/34yeX
Afghanistan Übergabe in Bamiyan FLASH-GALERIE
انځور: dapd

د دوشنبې په ورځ د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جاسیندا اردرن اعلان وکړ چې هیواد يې غواړي په افغانستان او عراق کې خپل پوځي ماموریت وغځوي او په دې ترتیب سره به په دواړو هیوادونو کې د نیوزیلنډ پوځي حضور د راتلونکي میلادي کال تر نیمايي پورې دوام ولري. د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د اردرن له قوله راغلي: «په بهر کې د دفاعي پرسونل د ګمارلو پریکړه د حکومتونو له پاره یو له ستونزمنو پریکړو څخه وي او په ځانګړي توګه کله چې دغه ماموریتونه په ستونزمنو او خطرناکو چاپیریالونو [هیوادونو] کې وي.»

د اعلامیې په حواله، په عراق کې د نیوزیلنډ پوځي ماموریت به د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې پورې او په افغانستان کې به د دغه هیواد پوځي ماموریت د ۲۰۱۹م کال تر سپتمبر میاشتې پورې ادامه ولري. په عین وخت کې د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز د خپل هیواد د پوځي ماموریت د غځولو د موضوع په هکله ویلي چې اسلامي دولت [داعش ډلې] د دې وړتیا ښوولې چې سخت دریځۍ ته لمن ووهي او ټولې نړۍ ته ترهګري صادره کړي.

ISAF Soldaten aus New Zealand in Afghanistan
انځور: picture-alliance/Ton Koene

نوموړي زیاته کړې چې له نیکه مرغه نیوزیلڼد په کور دننه کومه ترهګریز برید نه دی تجربه کړی خو په خبره یې زموږ جغرافیه په نړیواله کچه د قانون د حاکمیت او ثبات په هکله د اقداماتو په برخه کې نه راګرځوي. نیوزیلنډ د ۲۰۱۵م کال راهیسې په عراق کې غیر محاربوي ماموریت د روزنې ماموریت لري. ټاکل شوې چې په نوي ماموریت سره به په عراق کې د نیوزیلنډ د ګمارل شوو سرتیرو شمیر له ۱۴۳ څخه ۱۲۱ ته راټیټ شي.

نیوزیلنډ به په خپل نوي ماموریت کې په افغانستان کې د خپلو ګمارل شوو ۱۱ سرتیرو حضور ته ادامه ورکړي چې تر ډیره پورې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ، روزنې او مشورې په برخه کې بوخت دي. دا هېواد همدا راز په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو ماموریت، د ملګرو ملتونو د اوربند د څار سازمان چې د ګولان په تپو او لبنان کې فعالیت کوي او همدا راز په مصر او سینا ټاپو کې د څو ملیتي ځواکونو او څارونکو د ماموریت په چوکاټ کې خپل تعهد یو ځل بیا تازه کړی دی. د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې په حواله حکومت به یې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې خپل ماموریتونه بیا له سره و ارزوي.