1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیویارک ټایمز: له طالبانو سره د مستقیمو خبرو امر شوی

۱۳۹۷ تیر ۲۵, دوشنبه

د نیویارک ټایمز په نامه امریکايي ورځپاڼې په خپل یوه تازه رپوت کې ویلي چې د ترمپ ادارې خپلو لوړپوړو دپلوماتانو ته له طالبانو سره د مستقیمو خبرو امر کړی ترڅو د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای له پاره لاره هواره شي.

https://p.dw.com/p/31Vhp
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

طالبانو تر دې وړاندې څو ځله د افغان حکومت پر ځای له امریکا متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې، خو واشنګټن بیا تل ټینګار کړی چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشري وي.

د امریکا متحده ایالاتو په ستراتیژي کې د دغه بدلون کوم چې د نیویارک ټایمز د رپوټ په حواله ګڼ شمیر امریکايي او افغان چارواکو یې هم پخلی کړی، هدف دا دی چې د افغانستان په جګړې کې دوه ښکیل اړخونه سره نزدې شي او په دې ترتیب سره رسمي خبرو اترو ته لاره هواره شي.

له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د مستقیمو خبرو رپوټ په داسې حال کې ورکول کیږي چې همدا تیره اوونۍ سعودي عربستان د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو د ملاتړ له پاره د ۵۷ اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه وو.

Washington Trump Bekanntgabe Nominierung Brett M. Kavanaugh Supreme Court Richter
انځور: Getty Images/C. Somoevilla

د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په لاس په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته، اوس مهال طالبان تر بل هر وخت ډیر غښتلي شوي او د افغانستان ډیری سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې نیولې دي.

د امریکا د ستراتیژۍ بدلون

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو له پاره کوم مشخص تاریخ نه دی ټاکل شوی. دا په داسې حال کې ده چې واک ته تر رسیدو وروسته، ولسمشر ترمپ د افغانستان او سویلي اسیا له پاره خپله تګلاره اعلان کړه او په افغانستان کې یې د خپلو سرتیرو د ډیرولو پریکړه هم وکړه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د امریکا نوې تګلارې په افغانستان کې کوم خاص بدلون نه دی راوستی نو له دې امله ښايي د ستراتیژۍ دغه بدلون هم د جګړې د پای ته رسولو له پاره تازه هڅه وي.

Mohammad Ashraf Ghani PK
انځور: Getty Images/N. Shirzada

د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د خبرو له پاره په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري بې ساري ګامونه اخیستل شوي. له دې جملې څخه یو هم د طالبانو او حکومت ترمنځ د اختر په دریو ورځو کې د اوربند موضوع وه چې د افغانانو له پاره یې د اوږد مهاله سولې له پاره هیلې زیاتې کړې. خو دغو هیلو ډیر دوام پیدا نه کړ او د حکومت له لوري د اوربند د مودې پر تمدید سربیره، تر اختر وروسته طالبانو د خپلو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ.

سربیره پر دې یادې امریکايي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ویلي چې د تیرو څو اونیو په ترڅ کې لوړپوړو امریکايي چارواکو افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل ترڅو له طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره اساس جوړ کړي. پاکستان بیا د افغانستان د سولې د خبرو یو له اصلي اړخونو څخه ګڼل کیږي.

تر اوسه پورې نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نه هم د طالبانو ویاند د امریکا د تازه اقدام په هکله تبصره کړې. تیره میاشت ولسمشر غني د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې د سولې لړۍ به پیچلي وي. د نیویارک ټایمز د رپوټ په حواله افغان چارواکي او سیاسي څیرې بیا وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مستقیم مذاکرات به ښايي د سولې په برخه کې د رسمي خبرو پیل وي چې بیا وروسته به افغانستان، طالبان، پاکستان او امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې له پاره رسمي مذاکرات پیل کړي.

NATO Gipfel in Brüssel
انځور: DW/I. Aftar

د افغانستان د سولې د خبرو له پاره په دې وروستیو کې په نړیواله کچه ملاتړ ډیر شوي. د ناټو سازمان په سرمشریزه کې هم د دغو خبرو ملاتړ وشو. د ناټو عمومي سرمنشي ینس ستولتنبرګ تیره اوونۍ په بروکسل کې د سرمشریزې پرمهال له دې خبرو د ناټو ملاتړ اعلان کړ او طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې د «زړور وړاندیز» هرکلی یې وکړ.