1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیکلسن: د سولې په اړه خبرې مې ناسمې تعبیر شوي

۱۳۹۷ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د سه شنبې په ورځ وویل چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مستقیمو خبرو په اړه د دې ماموریت د قوماندان جنرال جان نیکلسن، خبرې ناسمې تفسیر شوې دي.

https://p.dw.com/p/31ZZV
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
انځور: Reuters/R. Gul

د دې ماموریت له خوا په یوې خپرې شوي بیانیه کې د دوشنبې په ورځ خپرو شویو رپوټونو ته اشاره شوې ده چې په کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، څرګندونې یې له طالبانو سره د احتمالي مستقیمو خبرو اترو په اړه تکرار کړې وې.

نیکولسن په اعلامیه کې ویلي دي: «امریکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو او د دې هیواد د حکومت بدیل نه دی.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «زما له خوا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د څرګندونو بیا تایید چې په کې د نړیوالو ځواکونو د نقش په اړه [له طالبانو سره] بحث او همداراز دا خبره چې امریکا له طالبانو، افغان حکومت او افغانانو سره د دوامداره سولې په لور کار له پاره چمتو ده، په ناسمه توګه تفسیر شوې وې.»

طالبانو تر اوسه پورې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې وړاندیزونه رد کړي دي او ټینګار کوي تر هغه وخته پورې چې بهرنیو ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلې د سولې په اړه خبرو کې به ښکیل نه شي. طالبان دا ټینګار هم کوي چې له کابل سره نه، بلکه له امریکا متحده ایالاتو سره به خبرې وکړي.

تر دې مخکې امریکا متحده ایالاتو د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې وه، او ټینګار یې کاوه چې د سولې یو بهیر باید د افغانانو په مشري او افغانانو تر منځ وي. خو په وروستیو وختونو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې ولسمشر دونالد ترمپ خپلو دیپلوماتانو ته ویلي دي چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو هلې ځلې پیل کړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د دوشنبې په ورځ ویلي وو: «زموږ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پمپیو، ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي چې د نړیوالو ځواکونو د نقش په اړه بحث وکړي.»