1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هامبورگ: په مدیترانه کي د مهاجرو د ژغورلو په خاطر مظاهرې

۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه

پرون په هامبورگ کي تر لسو زرو اضافه انسانانو په مدیترانه کي بې له خنډه د مهاجرو د ژغورلو او هغوی ته د ډاډمنو لارو د تامینولو په خاطر مظاهرې وکړې.

https://p.dw.com/p/34DGy
Deutschland Demonstration für Seenotrettung in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د«زې بریوکه»  (Seebrücke)په نامه د دغو مظاهرو تنظیمونکي د پولیسو د ارقامو برعکس وايي، چي په هغو کي ۱۶۴۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. مظاهرې لومړی د اوبو د بندرونو څخه پیل سوې، چي ورته تقریبأ ۵۰۰۰ کسان ورغلي ول. وروسته پر لاري باندي د ښاروالۍ د مارکيټ او خصوصأ سانت پاولي له ستوډیم سره په زرونو نور کسان له هغوی سره ملگري سول.

د مظاهرې په پای کي د نورو تر څنگ په مالتا کي د لایف لاین((Lifeline په نامه ژغورونکي کښتۍ کپتان کلاوس پیتر رایش خبري وکړې. دغه مظاهرې د ټوله جرمني په سطح مظاهرو یوه برخه وه، چي له ډیرو اوونیو راهیسي جریان لري.

د هامبورگ د کلیسا یوې راهبي، کیرستین فېرس په خپل نوبت سره وویل، چي «موږ بايد دې ته اجازه ورنه کړو، چي مهاجر په اوبو کي ډوب سي او یا تهدید يا ووهل سي. که موږ هغه ته اجازه ورکړو، نو بیا موږ د بربریت پر خوا روان يوو.»

فېرس په مدیترانه کي د ژغورونکو عملیاتو په هکله همدارانگه وویل: «موږ په سمندرونو کي د خطرونو په اړه پوهیږي او سمندري کسانو موږ ته د ډیرو خطرناکو واقعو په باب کیسې کړي دي: د سختي خرابي هوا، طوفانونو، لوړو څپو، خرابو کښتیو، د مهاجرو د سختي بیري او له دې څخه چي خپل مرگ په سترگو ویني. ځکه نو دا د هر سمندري شخص له پاره ناممکنه ده، چي پر دغسي یوه حالت باندي سترگي پټي کړي يا له هغوی څخه تیر او ویې نه ژغوري».

Deutschland Demonstration für Seenotrettung in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

خو پردې سربیره په مدیترانه کي همدا اوس یوه انساني فاجعه جریان لري. ځکه نو دغي مسلې ته باید یو سیاسي حل پیدا سي، څو ټوله اروپايي هیوادونه مسئولیت پرغاړه واخلي او مهاجر ومني. خو هغه وخت بیا طبعأ نه عملي کیږي، چي که هر هیواد ووايي، «مهمه داده چي زه نه یم پکښې.» ځکه نو دا مهمه ده چي په ټوله جرمني او هامبورگ کي د انسانیت او بشردوستۍ په خاطر عملي اقدام وسي او ځانونه په اصطلاح  ښکاره کړو.

هغوی د جرمني په ځینو برخو کي راسیستي مظاهرو ته په کتو سره دا هم وویل چي هیچیري باید دا و نه منل سي، چي انساني کرامت ته بې احترامي وسي او هغه تر پښو لاندي سي، لکه اوس په کیمنیڅ کي.

د مدیترانې په هکله زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.05.2017)