1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هانګ کانګ، چين ته د بندیانو د لیږدولو شخړیز قانون ځنډولی

۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبه

د بریتانیې په پخوانۍ مستعمرې هانګ کانګ، کې د چين د ځانګړې اجراییه ادارې مشره کری لم، اړ شوې چې چین ته د بندیانو د لیږدولو قانون وځنډوي. د دې قانون پر ضد پراخې مظاهرې شوې وي.

https://p.dw.com/p/3KWEd
Carrie Lam in HongKong
انځور: picture-alliance/Kyodo

د پراخو اعتراضونو په پام کې نیولو سره د هانګ کانګ حکومت پریکړه کړې ده چې چين ته د بندیانو د لیږدولو په اړه شخړیز قانون وځنډوي. دا خبر د هانګ کانګ اجرائیه مشرې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړې ده. مخکې تر دې څو سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی وو چې ټاکل شوې ده چې دغه لایحه په پارلمان کې وځنډول شي.

د «South China Morning Post» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ کری لم، د جمعې په ورځ (د جون میاشتې ۱۴مه نیټه) له خپلو سلاکارانو سره یوه بیړنۍ غونډه وکړه په داسې حال کې چې د چين استازي د شنجن په ښار کې سره راټول شوي وو.

کری لم تر پراخو ولسي مظاهرو وروسته په خپلو پلویانو کې هم تر فشار لاندې راغلې وه. حتی د هانګ کانګ د پارلمان هغه استازو چې چین ته وفاداره دي هم د دې قانون د ځنډولو غوښتنه وکړه.

انتقاد کوونکي ویره لري چې که دا قانون تصويب شي، هم د هانګ کانګ اتباع او هم بهرني اتباع کیدای شي د چين په محکمو کې له نامطلوبه غواقبو سره مخامخ شي. د بشري حقونو فعالان چين په خپل سري دستګریو، شکنجې او تورنو کسانو ته د قانوني ملاتړ په نه ورکولو تورنوي.

په تیرو ورځو کې په سلګونو زرو کسانو یو وار بیا په هانګ کانګ کې، چې د چين ځانګړې اداري ساحه ده، د طرحه شوې قانون پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړ. یوازې د چهارشنبې په ورځ په لسګونو زرو کسانو د حکومتی ادارو او ناحیو عمومي سړکونه تړلي وو. پولیسو له اوښکي بهونکي ګاز او ربړي مرمیو سره د مظاهره کونکو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ.

Hongkong Protest gegen Auslieferungen nach China & Ausschreitungen
په سلګونو زرو کسانو په هانګ کانګ کې د طرحه شوې قانون پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړ. انځور: Reuters/A. Perawongmetha

په ۱۹۹۷م کال کې چين ته د بریتانیي د دغې مستعمیرې تر سپارل کیدو وروسته، د دغو تر ټولو خرابو سیاسي نا کراریو په ترڅ کې په هانګ کانګ کې لږ تر لږه ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.

په همدې منځ کې چينایي چارواکو د دغو اعتراضونو په اړه د امریکا د انتقادي څرګندونو پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړی دی. د دې کار دليل دا دی چې د امریکا د کنګرې استازو په «هانګ کانګ کې د بشري حقونو او دیموکراسۍ» په هکله یوه لایحه وړاندې کړې ده چې له مخې یي ارزول کیږي چې آیا هانګ کانګ د امریکا د یوه سوداګریز شریک په توګه ګڼل کیدای شي او که نه؟

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګنګ سوانګ، ویلي دي چې د پارلمان استازو«د هانګ کانګ د چارو په برخه کې غیر مسئولانه څرګندونې کړي دي او د چين په داخلي چارو کې یي شدیده مداخله کړې ده».

په بریتانیي کې د چين سفير لیوشیاومینګ، ویلي دي چې پيکنګ د دې قانون په برخه کې هانګ کانګ ته هیڅ ډول امر نه دی کړی. هغه د «بي بي سي» رسنۍ ته ویلي دي چې دغه اصلاحات د هانګ کانګ د حکومت له خوا په لاره اچول شوي دي.

 sn/ ms (afp, rtr)