هسپانیا، د عجيبو جشنونو هيواد
هسپانیا د جشنونو او مېلو هيواد دې. په دغه هیواد کي ډير لږ ښارونه او کلي موندل کيږي چې يو خاص جشن ونه لري. په دغه لړ کې بيا د عجيبه جشونو شمیر هم کم نه دی. دغو عکسونو کی په هسپانيا کې د جشنونو غوره بيلګې وګورئ!
د ماشومانو له مخې ټوپ وهل
د "Salto de Colacho" جشن له ۱۶۲۱ د جون په مياشت کي د "Castrillo de Murcia" په کلي کي جوړ شو. يو سړې په سور او ژړ رنګه جامو کې د شيطان نقش لوبوي. پر سړکونو ګرځي، تر څو چې داسي ځای ته رسیږي، چېرته چې ماشومان پر توشکونو پراته وي. هغه د خبيثې ارواح د شړلو او د ماشومانو د روغتيا ساتلو په موخه د ماشومانو له مخې ټوپ وهي. وروسته جشن په خوړو او نڅاوو سره پيل کيږي.
په دوبي کې د نوي کال جشن
په ۱۹۹۴ م کې د "برچولس" (Bérchules) ښار بريښنا قطع شوه او د کليسا زنګ و نه غږول شو. له هغه کال څخه وروسته د دغه ښار اوسیدونکي هر کال په اعتراض سره په دوبي کي د نوي کال جشن لمانځي.
اوړه او هګيو سره جګړه
د دسمبر په مياشت کې د "ایبي" (Ibi) ښار ښاروال خلع سلاح شو او د اوړو شيندلو پاڅون (Els Enfarinats) په همدي نامه تر سره شو. اوس يوه ډله خلک د تير مهال په نظامی لباس کې، په اوړو او هګيو سره له یو بل سره جګړه کوي. هغوی د خيريه ټولنو سره د مرستې له پاره له پلورنځاينونو او بانکونو څخه پيسې ټولوي او چې څوک له مرستې ډډه وکړي دوي پري اوړه شيندي.
ژمنی کارنوال
د کال په لومړنۍ يکشنبه کې (La Vijanera) جشن جوړيږي، چې په هغه کې بيلابيلې بیلګې شتون لري. له ۱۵ نه تر ۲۰ پورې ځوانان چې په غاړو کې يې زنګونه اچولي،د (زارماکو) په نقش کې پر سړکونو راڅرګنديږي تر څو له خلکو ناوړه څيزونه لري کړي. د جشن د اوج برخه د کلسیا مخې ته د يږ يا خرس سمبولیکه وژنه ده چې پر بدیو د نيکیو بريالیتوب ښيي.
د مړو نڅا
د مړو نڅا (Dansa de la Mort) د کاتالونیا په "ورگاس" نامه کلي کي د مذهبي مراسمو يوه برخه ده. په دغه نڅا سره مړو ته درناوی کيږي.
د ښځو ډول وهل
د جون مياشتې په شلمه نيټه د شپې له نيمايي څخه د سان سباستين ښار د ۲۴ ساعتونو له پاره د زرګونو ډول وهونکو ښځو په واک کې وي. هغه مهال چې ناپلئيون ښار ونیو فرانسوي سرتیري د ښار له واټونو څخه تيريدل. لږه موده وروسته د کور ښځو په بازار کي د سودا پر مهال او يا له څاه ګانو څخه اوبه راوړلو کی پر فرانسوي اشغالګرو ټوکي او مسخرو کولو له پاره پر خيلو ديګونو وهلو لاس پورې کړ، چې تر اوسه دود پاتي شو.
د "فالاس" جشن
پسرلني جشن " Las Fallas" کې د مارچ مياشتي په ۱۹ نيټه جوړيږي، غټې مجسمې چې د کال په اوږدو کې جوړې شوې وي د والنسيا په ښار کي ورته اور اچول کيږي. د ارزوني هيئت غړي له دعو مجسمو څخه يې يوه د غوره "فالاس" په توګه خوښوي او له هغې څخه د فالاس موزيم له پاره کوچنۍ ميناتوري مجسمه جوړوي.
د مرګ تر کومي تللو کسانو جشن
د جون مياشتې په ۲۹ نيټه د "آس نوس" (As Neves) په ښار کي ټول هغه کسان چې له يوې ناروغۍ څخه يې خپله روغتيا تر لاسه کړي وي، هغه په تابوت کي ږدي او پر سړکونو يې ګرځوي. دغه مراسم له موزیک، خوړو او څښلو سره وي.
يو پر بل د رومي بادنجانو ويشتل
د والنيسا په بونول ښار کې د اګست میاشتې په وروستۍ چهارشنبي کې د رومي بادنجانو جشن لمانځل کيږي. د دغه ښار په مرکز کي په لسګونو زره کسان يو پر بل رومی بادنجان اروي. په ۲۰۱۲ م کال کې د ګډون کونکو شمير ۵۰ زره ته رسید. د ښار ديوالونو پريمينځلو له کبله ښاروالي مجبوره شوه چې راتلونکي کې ګډون کونکو ته ۱۲ يورو فس وټاکي.
انساني منار
د اکتوبر میاشتې په پيل کي د تاراګونا ښار د دوه ورځو له پاره د ستر جشن "انساني منار" شاهد وی، چې لوړوالی يې لس متره ته رسیږي. دغه جشن چې ريښې يې اتلسمې ميلادي پيړۍ ته رسيږي، په ۲۰۱۰ م کال کي د يونسکو د بشريت معنوي ميراث په لست کې ثبت شوې دی.
د کال تر ټولو لنډې شپې جشن
د جون مياشتې ۲۴ ماښام، چې د کال له پيل څخه پوره شپږ مياشتې تيريږي" د کال تر ټولو لنډې شپې جشن " په نامه په ټوله هسپانيا کي له ډول ډول دودونو سره لمانځل کيږي. د مايورکا په ټاپو وزمه کې خلک په نيمه شپه کی خپلې پښې په اوبو کی نيسې او يوه ارزو کوي، چې ترسره شی.
د سن فرمین فيستیوال
دا يو تاريخي فيستيوال دې چې له ۱۵۹۱ م څخه د پاميلونا ښار کې د جولای مياشتې له شپږمې نيټې څخه تر ۱۴ نيتې پورې تر سره کيږي. د ښار په کوڅو کي د قهريدلو غوايانو منډې هره ورځ د د سهار له اتو بجو څخه پيل کيږي او تر پنځو دقيقو پورې دوام کوي. خو جشن او خوشحالي د بلې ورځې تر پيل پورې وي. د دغه فيستيوال په نړيوال کيدو سره د هغه کسانو شمیر چې ټپې کيږي هم په زياتېدو دی.
د جګړې فستيوال له کيک او کریمو سره
د اګست په مياشت کي په "سان سباستین" ښار کې د يوې اونۍ له پاره بيلا بیل پروګرامونه د "Semana Grande" په سرليک سره تر سره کيږي. دغه پروګرامونه د ساحلي والیبال او اور لوبو څخه نيولي "د کيک او کريمو" جګړې پورې رسيږي چې د ښار په منځ کي صورت نيسي.
د"لومیناریاس"جشن
د "مقدس انتونيوس" د زيږدنې کليزې درناوی د "لومیناریاس" په جشن کې ډير اور بليږي او سپاره کسان له خپلو آسونو سره د هغې اور له منځه تيريږي. کليوال په دي باور دي چې آسونه د اور له تيريدنې څخه سپيڅلې پاکيږي او د راتلونکي کال له پاره روغ رمټ پاته کيږي.