هغه پناه غوښتونکي چې ادعا کوي طالب دی، کلیسا ته پناه وړې
۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبهپه آلمان کې د هغه افغان پناه غوښتونکي په اړه رپوټونه د رسنیو په سرلیک بدل شوي چې ځان یې د طالبانو د ډلې غړي په توګه معرفي کړی وو. اوس د کوبلنس د ښار اداري محکمې پریکړه کړې چې دغه پناه غوښتونکی باید اخراج شي.
د راینلند فالس ایالت دغې محکمې ویلي دي چې د دغه کس د پناه دویم غوښتنلیک هم رد شوی دی او تر دې وروسته نور د استیناف غوښتنې حق نه لري. محکمې که څه هم د هغه نوم نه دی بربنډ کړی، خو روښانه کړې یې ده چې دغه پناه غوښتونکی اوس په برلین کې په یوې کلیسا کې وخت تیروي.
دې افغان ځوان د پناه په خپل غوښتنلیک کې ځان د طالبانو د یوه قوماندان ساتونکی معرفي کړی وو. هغه تر دغو څرګندونو وروسته د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې ونیول شو او د څارنوالی له خوا پرې په ترهګرې ډلې کې د غړیتوب او په وژنه کې د همکارۍ تور ولګول شو. خو هغه بیا د کافي شواهدو د نه شتون له کبله بیرته آزاد شو.
د هغه د پناه غوښتنلیک تر ردیدو وروسته، د آلمان د «آیفیل کرایز بیتورګ-پرون» سیمې د مهاجرو چارو ادارې له آلمان څخه د دغه پناه غوښتونکي د اخراج غوښتنه وکړه. خو دغه وخت هغه له آلمان څخه وتلی او فرانسې ته تللی وو.
هغه د تیرکال په دسمبر میاشت کې یو ځل بیا آلمان ته راغی او بیا یې د پناه غوښتنلیک ورکړ. د روان کال په جنوري میاشت کې روښانه شوه چې هغه د پروتستانت یوې کلیسا ته تللی او د «کلیسا د پناه» غوښتنه یې کړې ده.
خو اوس د کوبلنس د ښار قاضي د «ترییر» ښار د ادارې محکمې پخوانۍ پریکړه تایید کړې ده او د هغه د «تعقیبي پناه غوښتنه» یې هم رد کړې ده. آلمان چارواکی د دغه کس د ادعا پر عکس ټینګار کوي چې افغانستان ته یې داسې هیڅ کوم معلومات نه دي استولي چې له مخې یې هغه په دې هیواد کې یو «ګواښ» وبلل شي. د دې پناه غوښتونکي د احتمالي روغتیایي ستونزو له پاره هم پشپړ مدارک په لاس کې نه شته.
د آلمان په راینلند فالس ایالت کې د افغانستان پناه غوښتونکي یوازې په استثنایي حالاتو او هغه هم د د دې ایالت د ادغام وزارت په موافقه، خپل هیواد ته اخراجیږي. خو په دې قضیه کې دغه ایالت د دغه کس له اخراج سره موافق دی.
د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې د روان کال له جنوري څخه بیا د اپریل میاشتې تر پایه پورې، یوازې په دوو مواردو کې د کلیسا پناه غوښتونکو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي. زیاته شوې ده چې نور ۱۴۵ دغه ډول د پناه غوښتلیکونه بیا نه دي منل شوي. د آلمان خبري آژانس دغه معلومات د حکومت د هغه ځواب په حواله وړاندې کړي دي چې د کیڼ اړخې فراکسون یوې پوښتنې ته یې وړاندې کړی وو.
د کلیسا پناه غوښتونکي هغه دي چې د پناه ترلاسه کولو له پاره کلیسا ته ورځي. دغه ډول کسان ډیر وخت د اخراج له ګواښ سره مخامخ وي.
د آلمان فدرال حکومت ویلي دي چې د روان کال په څلورو میاشتو کې ټول ټال ۲۵۰ تنه کلیسا ته د پناه غوښتنې له پاره تللي دي. د تیر کال په دولسو میاشتو کې دغه شمیر ۱۵۲۱ ته رسیدلی دی.
(ms/ns (dpa/epd