1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه دوکان، چې په روژه کې بیې نه لوړوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د روژې میاشتې له پيل سره د خوړو او نورو توکو بیې لوړیږي او احتکار هم خپل عوج ته رسیږي. خو د خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کې نرنجن سنګ، له دولتي نرخه هم په کمه بیه توکي پلوري.

https://p.dw.com/p/3IlWu
Pakistan Jamrood-Region | Sikh-Geschäftsinhaber
انځور: DW/M. Shah

نرنجن سنګ، د جمرود په بازار کې په ۱۹۹۱م کال کې د کریانې دوکان پرانیست. په لومړي سر کې ستونزه دا وه چې قبایلي خلک به د هغه له دوکان څخه په سودا رانیولو کې متردد ول، ځکه چې نرنجن سنګ د دوی همدینه نه وو. خو دې چارې نرنجن سنګ مایوسه نه کړ.

نرنجن سنګ ډیري لږ خبري کوي او شرمندوکی دی او یوازې له خپلو مشتریانو او د سیمې له مشرانو سره خبري کوي. په سیمه کې د ترهګرۍ د څپې له کبله سکان او عیسویان یوازې د خپل دین تر خلکو پورې محدوده شوي ول، خو د نرنجن سنګ زوی ګرمیت سنګ د خپل پلار برعکس تل له خلکو سره په اړیکه کې وو.

ګرمیت سنګ وایي: «په کومه سیمه کې چې یو څوک اوسیږي نو دا یې فرض ګرځي چې خلکو ته ګټه ورسوي. موږ هم په کال کې ۱۱ میاشتې ځان ته ګټه کوو، نو څه به وشي که د روژې په میاشت کې د سیمې غریبو خلکو ته فایده ورسوو او پرته له ګټې شیان وپلورو.»

د نرنجن سنگ دوکان افغانستان ته پر تلونکي لویه لار پروت جمرود بازار کې دی. دی او زوی یې ټوله میاشت په هیڅ شي ګټه نه کوي او د دوکان کرایه هم له جیبه ورکوي. د روژې میاشتې له پيلیدو سره هغه پر دوکان نرخنامه وځړوله چې هر توکی په خپله رانیول شوي بيه پلورل کيږي. خو د حکومت له لوري له هغه سره کومه مرسته نه ده شوي او د دوکان خاوند وایي چې کومې مرستې ته اړتیا هم نه لري.

په جمرود بازار کې شا او خوا زر دوکانه دي خو ګرمیت سنګ، وایي چې دوی تر ټولو زیات خرڅلاو لري. د دوی زیاتره مشتریان هغه کم عایده کسان دي چې یو کیلو یا نیم کیلو سودا رانیسي: «زما په دوکان کې هره ورځ د څو لکو روپو سودا کيږي. دقیقاً یې نه نشم ویلی چې څومره. په روژه کې موږ ګټه نه کوو. یوازې که په روژه مات کې د کوم غریب بنده له خولې دعا ووځي او قبوله شي نو موږ ته د میلیونو روپو له ګټې څخه زیاته ده.»

Pakistan Jamrood-Region | Sikh-Geschäftsinhaber
د سیمي اوسیدونکي د نرنجن سنګ، د ښه نیت ښوولو ته د قدر په سترګه ګوريانځور: DW/M. Shah

نرنجن سنګ د جمرود بازار یو له مشهورو سوداګرو څخه دی. د کمې بیې تر څنګ هغه د سیمې د دودونو او مذهبي عقیدو هم درناوی کوي. هغه د جمعې په ورځ دوکان نه پرانیزي، ځکه چې د جمرود جامع مسجد تر څنګ یې دوکان دی. هغه وایي چې د جمعې ورځ د مسلمانانو له پاره سپیڅلې ده، نو ځکه خپل دوکان نه پرانیږي.

۷۲ کلن ګل امین کاکا، د خیبر ایجنسي د تیراه اوسیدونکی دی، خو په راجګل کې د ترهګرۍ ضد پوځي عملیاتو پرمهال له سیمې بې ځایه شو. هغه د دویچه ویله د اردو څانګي له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل: «زه په دې دوکان کې په کمه بیه توکي تر لاسه کوم، نو زه له مذهب سره سروکار نه لرم. زما له پاره زما دین او د هغوی له پاره د هغوی خپل دین.»

ګل امین کاکا، وایي چې ځنګل په بیلابیلو ونو، بوټو او حیواناتو ښایسته ښکاري، همداشان د ټولنې ښایست په مینه، سوله او ورورګلوۍ کې دی چې د مختلفو دینونو خلک پکې په ګډه په سوله کې ژوند کوي.

ارشاد خان هم د جمردو اوسیدونکی دی او استاد دی. هره میاشت تر معاش اخیستو وروسته هغه د رانجن سنګ له دوکان څخه د ټولې میاشتې سودا رانیسي. هغه وایي چې کم معاش او د بیو لوړوالی یوه ستونزه ده: «د قیمتۍ له کبله راته دوه شیان یادیږي، د نرنجن سنګ دوکان او د روژې میاشت. که په روژه کې توکي ګران هم وي، خو د نرنجن سنګ په دوکان کې يې بیې لوړې نه وي.»

د سیمې د نورو خلکو په څیر ارشاد خان هم د نرنجن سنګ د خدماتو ستاینه کوي.

مدثر شاه (جمرود، خیبر ایجنسي)

زموږ له آرشیف څخه: