هغه هوايي شرکتونه چي هيڅکله يې الوتکه نه ده لوېدلې
د هوا له لاري سفر په نړۍ کي د واټن تناوونه ډېر رالنډ کړي دي. خو ځيني وختونه بیا مسافر وړونکي الوتکي له حادثو سره هم مخامخ کيږي. دلته هغه هوايي شرکتونه وپېژنئ چي هيڅکله يې الوتکه نه ده لوېدلې.
هواين هوايي شرکت
د هواين په نوم امريکايي شرکت له ۱۹۲۹م کال راهيسي پروازونه کوي. دغه شرکت د خونديتوب اړخ ته ډېر پام کوي. که څه هم چي دغه شرکت د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ ډېوالي سوی هم وو، خو هيڅکله يې د الوتکو حادثه نه ده لرلې.
ايزي جېت هوايي شرکت
د ايزي جېت په نوم ارزان قيمته دغه بريتانوی هوايي شرکت په ۱۹۹۵م کال جوړ سو. د دغه شرکت الوتکو تر اوسه هيڅ حادثه نه ده درلودلې. د دغه هوايي شرکت د پروازونو په تړاو کومي لانجې هم نه دي رامنځ ته سوي.
راين ائير هوايي شرکت
د آيرلندي هوايي شرکت راين اير الوتکو ته هم تر اوسه کومه لويه حادثه نه ده ور پيښه سوې. يوازي په ۲۰۰۸ کال د دغه شرکت يوې الوتکې په روم کي اضطراري ناسته وکړه. د ناستې پر وخت د دغې الوتکي يوه ټاير ته تاوان ورسېد او له مځکي وموښته. خو مسافرو ته ضرر و نه رسېد.
ورجن هوايي شرکت
د ورجن اتلانتک، ورجن آستراليا او ورجن امريکا شرکتونه نه يوازي د خپل ځانګړي نوم (ورجن معنی باکره) له کبله مشهور دي، بلکي له دې کبله هم چي د نړۍ له ۲۰ تر ټولو خوندي هوايي شرکتونو څخه دي.
امارات هوايي شرکت
د عربي اماراتو هوايي شرکت امارات له ۱۹۸۵م کال راهيسي پروازونه کوي خو په الوتنو کي يې هيڅکله وژونکې حادثه نه ده رامنځ ته سوې. يو ځل د دبی پر هوايي ډګر د دغه شرکت يوې الوتکي اور اخيستی وو. که څه هم چي په دغه الوتکه کي سپارليو ته هيڅ زيان نه واوښت، خو يو اور وژونکی ووژل سو.
اتحاد هوايي شرکت
اتحاد د منځني ختيځ يو بل هوايي شرکت دی چي په ښه خونديتوب مشهور دی. خو د دغه شرکت يوه الوتکې د فرانسې په يوه هوايي ډګر کي پر مځکه د امتحاني حرکت پر وخت د زيات سرأت له کبله له ديوال سره ټکر سوه. په دغه پيښه کي ۹ کسان ژوبل سول چي پکښي د ۴ کسانو ټپونه جدي ول.
قطر هوايي شرکت
قطر هوايي شرکت له ۲۰۰۴م کال راهيسي الوتنې کوي او د نړۍ يو له تر ټولو خوندي شرکتونو څخه بلل کيږي. خو دوه ځله د دغه شرکت الوتکو اور اخيستی. لومړی ځل په دوبی کي په ۲۰۰۷م کال او دويم ځل په ۲۰۱۷م کال په دوهه کي. خو په دغو حادثو کي هيچا ته تاوان و نه رسېد.