هلمند: اور لگېدنې د ملينونو افغانيو زيان واړوی
۱۳۹۰ شهریور ۴, جمعهد لښکرګاه ښار په منځ کي اورلګېدنې سلګونه دوکانونه او د لرګیو ټالونه په بشپړه توگه سوځلي دي. اور هغه وخت مړ سو چي د میلیونونو افغانیو لرګیو او د خلکو د کورنو دارایي وسوځول سوې.
د اور د لګېدو سره یوځای د اور وژنې موټر سیمی ته ورسېدل خو دوکانداران له دولت نه ګیله کوي چي وای نه يې وکولای سول چي د دوی پر دارایي او دوکانونو راګرځیدلی اور پر وخت ووژني.
وړوکی مسعود خان چي پر زړې کلا یې لګېدلي اور په سترګو لیدلی دی وایی چي اور ډېر ډارؤنکی ؤ او نږدې ؤ چي د دوی د کور انسانان هم پکښي وسوځیږي.
د لرګیو د ټالونو او سرایونو په منځ کي د خلکو د استوګنې کورونه سوځېدلي او په سرایونو کي حیوانان لیدل کیږي چي سکاره سوي پراته دي. د زړې کلا د سیمی د خلکو د نقدو پیسیو څخه نیولې بیا د کور تر شیانو پوري ټول سوځېدلي دي.
د اغېزمني سوي سيمي خلک وایي چي د تېر ماښام د لګېدلي اور له امله یو نیم سل میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی. که څه هم د دې اور لګېدني اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته سوی خو په زړې کلا کي د کار و بار کسان چي دا مهال یې دوکانونه ټول سوځېدلي دي، له دولت نه دمرستې غوښتنه کوي.
د لښکرګاه په ښار کي د اورلګېدنې پیښي دومره زیاتي نه دي خو څو میاشتې وړاندي ښار ته څېرمه د بولان په ځنګل کی د لګطدلي اور له امله د ځنګله سمه نیمایي برخه وسوڅېدل.
مجتبی محمدي/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم