1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

هلمند: د ناټو په هوايي بريد کي اته افغان پوليس وژل سوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۷, جمعه

افغان چارواکو ويلي دي چي په هلمند کي د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموريت ځواکونو په هوايي بريد کي اته پوليس وژل سوي دي. د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي خو لا تر اوسه پورې یې نړیوال ځواکونو په اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/3IdNU
Acht Frauen bei Nato Luftangriff in Afghanistan getötet
انځور: AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس (dpa) د هلمند د والي وياند عمر ځواک، په حواله ليکلي دي چي  د هلمند- کندهار پر لويه لاره د نهرسراج په سيمه کي د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کي اته پوليس وژل سوي او لس نور ټپيان سوي دي.

ځواک زیاته کړې ده چي هوايي عمليات په سيمه کي د طالبانو د پرشا کولو په موخه ول. د پيښي په اړه څېړني پيل سوي دي. تر اوسه پوري لا د پریکړنده ملاتړ مامومریت په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسي حال کي ده چي تر دې دمخه بيا د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چي په دې پیښه کي د ۱۷ پولیسو د وژل کیدو خبره کړې وه. هغه زیاته کړې وه چي په پیښه کې ۱۴ نور پولیس ټپیان سوي هم ول.

په افغانستان کي نه همږغه عمليات او غلط استخباراتي معلومات ډیر وخت د ملکيانو د مرگ ژوبلي سبب گرځي.

په داسي حال کې چې امریکايي او د طالبانو استازي په قطر کې یو له بل سره په خبرو اترو بوخت دي، افغان او نړیوال ځواکونه وخت نا وخت پر طالبانو باندي هوایي او ځمکني بریدونه کوي.

طالب یاغیان هم په دې جریان کي پر افغان او نړیوالو ځواکونو باندي خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

(nz/ms (dpa,ap