1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هند: د جنسي تیري او وژنې په قضیه کې درو تنو ته عمر بند سزا

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

د یوه روحاني په ګډون شپږ تنه پر یوې اته کلنې مسلمانې نجلۍ باندې د جنسي تیري کولو او د هغې د وژلو په قضیه کې د ښکیلتیا له کبله محکوم شول. دغې قضیې د کوچي مسلمانانو او ځایي هندوانو ترمنځ توکمیزه ترینګلتیا راپارولې وه.

https://p.dw.com/p/3K8SY
Großbritannien London Besuch Narendra Modi, Premierminister Indien | Protest gegen sexuelle Gewalt in Indien
انځور: Reuters/T. Melville

یوې هندي محکمې د دوشنبې په ورځ د جمو او کشمیر په ایالت کې شپږ هندوان پر یوې اته کلنې مسلمانې نجلۍ باندې د جنسي تیري او د هغې په وژلو د ښکلتیا په قضیه کې مجرم پيژندلي دي. دغه ماشومه د آصفه په نوم پيژندل شوې ده.

څارنوال د یوه هندو روحاني په شمول د درو کسانو له پاره چې د جنسي تیري او قتل له کبله مجرم پیژندل شوي د مرګ د سزا غوښتنه کړې وه. اوس دغه درې کسان په عمري بند محکوم شول. د دوو پولیسو په شمول نور درې کسان د شواهدو د له منځه وړلو له کبله هر یو د پنځو کلونو په سزا محکوم شول.

اووم کس ته د شواهدو د نه شتون له کبله برائت ورکړل شوی او اتم کس بیا له دې کبله چې کم سنه دی، په جلا توګه محاکمه کیږي.

اړوند څارنوال مبین فاروقي، تر محکمې دباندې خبریالانو ته وویل: «دا د حقیقت بریا ده. نجلۍ او د هغې کورنۍ نن انصاف تر لاسه کړ.»

تر دې دمخه محکمې شپږ کسان مجرم پیژندلي وو خو خپله پریکړه یې لا نه وه صادر کړې. هغه مهال د تورنو کسانو یوه مدافع وکیل خبریالانو ته ویلي ول چې دوی پلان لري چې د سزا پر ضد د تمیز غوښتنه وکړي.

آصفه د ګوجر بارکوال، قبیلې سره تړاو درلود چې د سیمې کوچي مسلمانان دي. د څارنوال د تورنو د لېست له مخې آصفه د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ میاشتې کې په ځنګله  کې د خپلې کورنۍ د څارویو په څرولو بوخته وه چې بې هوښه او وتښتول شوه.

زیاته شوې ده چې هغه په کهټوعه سیمه کې یوه کلي ته بیول شوې وه او هلته په یوه مندر یا د هندوانو په عبادت ځای کې بندي وه او د پنځو ورځو له پاره د جنسي تیري قرباني ګرځیدلې وه. بیا وروسته دغه ځای ته څیرمه په یوه ځنګل کې د هغې جسد وموندل شو.

د پولیسو په وینا د نجلۍ تښتول د هغه پلان یوه برخه وه چې بارکوال قبیله له دغه ځایه کوچیدو ته اړ شي، چیرې چې په وروستیو کلونو کې د مسلمانو کوچیانو او ځایي هندوانو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه وه.

شوک او غوسه

د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې د جمو او کشمیر په سیمه کې دغې قضیې له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه راوپارول.

احتجاج کوونکو د آصفې له پاره د عدالت غوښتنه کوله او په سرینګر کې احتجاجونه تر سره شول. پر دې سربیره د نوي ډهلي، مبمي او بنګلور په ښارونو کې هم په دې تړاو احتجاجونه وشول.

له بل اړخه په جمو کې مدافع وکیلانو او سیاستوالو چې زیاترو یې د هند له واکمن ګوند بهارتیه جنتا پارټي (بي جی پي) سره تړاو درلود د تورنو کسانو په پلویتوب مظاهرې وکړي.

هند له اوږدې مودې راهیسې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله کړیږي. د حکومتي ارقامو له مخې له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې د جنسي تیري پیښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې دغه ډول زیاتره قضیې له ثبتیدو پاتې وي.