1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند په جمو او کشمیر کې د پنځو یاغیانو د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۰ بهمن ۱۰, یکشنبه

هندي چارواکو ادعا کړې چې په هندي جمو او کشمیر علاقه کې يې پنځه وسلوال ياغیان وژلي دي. دوی وايي دغه کسان تیره شپه د دوو جلاو عملیاتو په جریان کې وژلي چې د یاغیانو یو مهم قوماندان او یو پاکستانی هم په کې شامل دي.

https://p.dw.com/p/46HXI
Indien Kashmir Anschlag Srinagar Soldaten
په هندی کشمیر کې هندي ځواکونه - آرشیفانځور: Faisal Khan/AA/picture alliance

د پولیسو يوه مشر، ويجې کمار وژل شوي کسان د لشکر طیبه او جيش محمد اسلامي ډلو پورې اړوند وښودل. هغه وويل دغه افراد په بډګام او پولواما ولسوالیو کې د شنبې په شپه پيل شوو عملیاتو په جریان کې وژل شوي دي.

کمار زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د زاهد واڼي په نوم د جيش محمد د ډلې یو مهم ځايي قوماندان هم شامل دی او یو بل په کې پاکستانی دی. د وسلو او مهماتو د ترلاسه کیدو خبره هم شوې ده.

یو هندی جنرال، پراشانت شري واستاو په یوه لنډه رسنیزه وینا کې وويل چې واڼی له درو کلونو راهیسې په پولواما سیمه کې د ځايي خلکو په استخدامولو کې فعال وو.

هندوستان ادعا کوي چې د جيش محمد او لشکر طیبه ډلې په پاکستان کې امن ځایونه لري او هلته ورته د هندوستان په حریم کې د بریدونو په موخه پوځي روزنې ورکول کیږي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، کومې سېمې چې دغه عملیات په کې ترسره شوي، په ۲۰۲۱م کال کې پر ملکیانو د یو لړ بریدونو شاهد وو. تر هغه وروسته امنيتي ځواکونو په یادو سیمو کې د اورپکو ضد عملیات درولي ول.

کمار وويل چې د جنوري میاشتې په جریان کې د تروریزم ضد عملیاتو کې ۲۱ تروریستان وژل شوي چې په باور يې ۸ تنه يې پاکستاني اتباع دي.

هندي کشمیر له ۱۹۸۰ کال راهیسې د تاوتریخوالو شاهد پاتې شوی چې تر اوسه نژدې ۴۵ زره کسان په کې وژل شوي دي. هندوستان پر پاکستان تور لګوي چې له دغو تاوتریخوالو ملاتړ کوي، خو اسلام آباد بیا دغه تورنه ردوي.

د کشمیر جنجالي سیمه چې اکثریت اوسیدونکي يې مسلمانان دي، پر دوو برخو ويشل شوې چې یوه ېې د هندوستان او بله يې د پاکستان له خوا اداره کیږي. دواړه لوري د بشپړې سیمې ادعا کوي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.