1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري د مهاجرت نوی نړیوال تړون خطرناک وباله

۱۳۹۷ تیر ۲۹, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو ترڅنګ، اوس هنګري هم د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړيوال تړون له لاسليکولو ډډه وکړه. د ملګرو ملتونو پاتې نورو ټولو غړو هيوادونو د دغه تړون په دسامبر مياشت کې د لاسليک کولو منظوري ورکړي ده.

https://p.dw.com/p/31oDm
Migranten auf der Balkanroute
انځور: picture-alliance/Zumapress/P. Hackett

د هنګري د بهرنيو چارو وزير پيتر سيارتو، د ملګرو ملتونو نوي نړيوال تړون، د نړۍ له پاره خطرناک بللی او ويلي يې دي چې دغه تړون يې د هيواد د ګټو خلاف دی.

د ملګرو ملتونو دغه تړون چې موخه يې خوندي او منظمو مهاجرتونو لاره هوارول دي، مسوده يې په اتلسو مياشتو کې جوړه شوې ده. د امريکا متحده ايالاتو پرته د ملګرو ملتونو ۱۹۱ غړو هيوادونو د تيرې جمعې په ورځ په دې اړه خپله منظورې وکړه.

امريکا آن تيرکال له یاد تړون څخه د وتلو خبره کړې وه او ويلي يې وو چې د دغه تړون د مسودې مواد د امريکا د مهاجرت او پناه غوښتنې له سياست سره په ټکر کې دي.

د ملګرو ملتونو له دغه تړون څخه موخه، د نړۍ په کچه د مهاجرتي چارو د لا ښه تنظيمولو له پاره د يو نړيوال کاري چار چوکات رامنځ ته کول دي.

په دغه تړون کې ذکر شوي دي چې ټول غړي هيوادونه بايد د مهاجرت اړوند مسئلو ته د حل لارو موندلو په برخه کې په ګډه کار وکړي او هيڅ غړی هيواد نه شي کولای په دې تړاو په يوازې سر فیصله وکړي.

د هنګري د بهرنيو چارو زير پيتر سيارتو په بودا پیست کې د کابينې تر غونډې وروسته وويل: «دغه تړون د هنګري د امنيت او ګټو خلاف دی او د نړۍ له پاره هم په دې دليل خطرناک دی، چې دې سره په سلونو زره کسان مهاجرتونو ته ميلان پيدا کوي.»

Ungarn Wahlen Viktor Orban Wahlsieg Jubel
د هنګري صدراعظم ويکتور اوربانانځور: Reuters/L. Foeger

سيارتو ويلي دي چې د ملګرو ملتونو دغه اقدام ډير له «تعصبه ډک او د کډوالو له پاره اسانتياوي رامنځ کونکی» دی.

هنګري وايي چې د دغه تړون د لاسليک کولو په مراسمو کې چې په پام کې ده په دسامبر مياشت کې په مراکش کې جوړ شي، ګډون نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د هنګري صدراعظم ويکتور اوربان هم د هنګري له پاره د مهاجرت يو سخت قانون جوړ کړی دی.

اوربان دغه راز د اروپايي اتحاديې له خوا د مهاجرت کړکيچ سره د مبارزې په برخه کې د يوې ګډې ستراتيژۍ له جوړيدو سره جوړ نه دی. هغه په دې تړاو د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو د مهاجرو د ويش مسئلې سرسخت مخالف دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: