1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري د کډوالو پر مخ خپله پوله وتړله

۱۳۹۴ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

هنګري اروپا ته د زیاتو کډوالو د راتګ مخنیوي په موخه پر خپلې پولې باندې لا سخت تدابیر ونیول. دا په داسې حال کې ده چې اوس په اتریش او سلواکیا کې هم له پولې څخه تر تیریدو مخې د کډوالو پاسپورتونه لیدل کیږي.

https://p.dw.com/p/1GWXz
انځور: REUTERS/Dado Ruvic

هنګري د سه شنبې په شپه ناوخته اروپا ته د ډیرو پناغوښتونکو د راتلو مخنیوي له پاره پر خپله پوله باندې لا سخت شرایط معرفي کړل. له دې سره هنګري د خپلې پولې هغه پرانیستې سیمې هم پر اغزن سیم پوشلې ده چې تر دې مخکې به ترې ډیر کډوال تیریدل.

هنګري ویلي دي چې تر دې وروسته به کډوالو ته اجازه ور نه کړي چې پرته له رسمیاتو څخه له پولې تیر شي. د دغه هیواد چارواکو دا څرګندونې پر خپله پوله باندې د اغزن سیم ۱۷۵ کیلو متري دیوال تر بشپړیدو وروسته وکړې.

هغه کسان چې هنګري ته ورسیږي او غیر قانوني وبلل شي، هغوی کیدای شي چې بیرته خپل هیواد ته واستول شي او آن کیدای شي چې بندیان شي.

د سه شنبې په ورځ سهار وختي د هنګري حکومت ویاند زولتان کواکاس، وویل چې هنګري به د شپې تر نیمایي وروسته پر خپله پوله باندې نوي شرایط معرفي کړي. هغه ټینګار وکړ چې هیواد یې د ټولو پناغوښتونکو پر وړاندې خپله پوله نه تړي: «موږ په هنګري کې نوي قوانین ولرو چې زموږ پولې پورې په تړاو ولري. موږ خپل پرانیستي سرحدات تړو چې د غیر قانوني مهاجرت مخه ونیسو. خو دا په عین حال کې په دې معنی هم ده چې هنګري او بیا اروپا ته د راتلو قانوني لارې به پرانیستې وي. زموږ غوښتنه له کډوالو څخه یوازې همدا ده چې هغوی دې د اروپايي او نړیوالو قوانینو ملاتړ وکړي، که هغه د شنګن قوانین وي او که اروپايي قوانین، هغوی باید داسې ځایونو ته راشي چې قانوني وي.»

هنګري تر دې مخکې کډوالو ته اجازه ورکوله چې له دې هیواد څخه تر تیریدو وروسته د اتریش له لاې آلمان ته ورسیږي.

په عین حال کې هنګري چارواکو ویلي دي چې د صربیا کډوال به د اتو ورځو په جریان کې بیرته خپل هیواد ته واستول شي. د دوشنبې په ورځ آلمان هم خپلې پولې د کډوالو پر مخ تړلې وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب