1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنګري په نیمه شپه یوه افغانه کورنۍ اخراج کړې ده

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

د بشري حقونو یوه سازمان ویلي دي چې د افغان مهاجرو یوه بله کورنۍ هم په نیمه شپه له هنګري څخه صربستان ته اخراج شوې ده. په کورنۍ کې درې ماشومان او د هغوی مېندواره مور هم شامله وه.

https://p.dw.com/p/3I7qx
Serbien Grenze Ungarn Flüchtlinge Zaun
انځور: picture-alliance/abaca/O. Marques

«د هنګري د هیلسینکي کمیټي» بشري سازمان د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د یوې دریمې کورنۍ اخراج تر هغه وروسته چې د اروپا د بشري حقونو محکمې یې د اخراج پر ضد پریکړه وکړه، ځنډول شوی دی.

د رپوټ له مخې د افغان کورنیو د اخراج لړۍ د سه شنبې په شپه پیل شوې چې په ترڅ کې یې یوه شپږ کسیزه کورنۍ د هنګري له پولې څخه صربستان ته واړول شوه. دواړه اخراج شوې کورنۍ د صربستان په شمالي ولایت «سبوتیکا» کې د پناه غوښتونکو د ساتلو یوه مرکز ته لیږدول شوي دي.

هنګري تیر کال په دې هیواد کې د پناه ترلاسه کولو په برخه کې قوانین سخت کړل. دې هیواد د اخراج شویو کورنیو د پناه غوښتنه رد کړې ده او هغوی ته یې ویلي دي چې د صربستان او افغانستان تر منځ یو هیواد انتخاب کړي چې ورته اخراج شي.

(ms/sr (ap

زموږ له ارشیف څخه: