1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرایمو نړیوالې محکمې ته د امریکا سخت ګواښ

۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

امريکا متحدو ایالاتو جنایي نړيوالې محکمې غړيو ته په هغه صورت کې چې دوی په افغانستان کې د امريکایي اتباعو د کړنو په هلکه څيړنې وکړي، د جزا گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/34eea
USA | Sicherheitsberater Bolton droht dem Internationalen Strafgerichtshof
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/A. Harnik

امريکا متحدو ايالاتو په دنهاک کې د جزا د نړيوالې محکمې پر وړاندې سخت دريځ نیولی دی. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولتن، د محکمې قاضيانو او وکيلانو ته په هغه صورت کې چې دوی د امريکا، اسرائيلو او د واشنګټن د نورو متحدينو د اتباعو په اړه څيړنې وکړي، د سفر او مالي بندیزونو گواښ وکړ.

ويل شوي چې امريکا چمتو ده د جرایمو نړيوالې محکمې قاضيان او وکيلان د دې کار په صورت کې له تحریمونو او تعقیب سره مخامخ کړي. پر دې سربیره به هغه شرکتونه او دولتونه هم د امریکا له سختو تدابیرو سره مخامخ شي چې د دې نړيوالې محکمې څخه ملاتړ کوي. د جان بولتن د څرگندونو پس منظر ښايي هغه څيړنې وي چې د جرایمو نړيوالې محکمې له خوا په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالاتو د ماموريت په ترڅ کې د امريکايي عسکرو د احتمالي جنگي جنايتونو په اړه ښايي ترسره شي.

بولتن په واشنگټن کې د جرایمو پر نړيوالې محکمې سخت لفظي گوزارونه وکړل او دا محکمه یې غير مشروع او «ډيره خطرناکه» وبلله. هغه ټينگار وکړ چې امريکا به له محکمې سره خپلې مرستې او ملاتړ قطع کړي. نوموړي د اروپايي ټولنې د هيوادونو له خوا د جرایمو نړيوالې محکمې ملاتړ هم وغنده. هغه وویل: «موږ به زمينه برابره کړو چې د جرایمو نړيواله محکمه له منځه ولاړه شي ځکه دا د امريکا په حاکميت کې مداخله کوي.»

د جزا نړيوالې محکمې په دې منځ کې د جان بولتن تر څرگندونو يوه ورځ وروسته ويلي چې «د مخکې په څير به خپل کار ته  ادامه ورکړي.» د محکمې له خوا چې مقر یې د هالند په دنهاک ښار کې دی، په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دا يو خپلواک او بې پرې بنسټ دی چې د ۱۲۳ هيوادونو ملاتړ له ځان سره لري. 

په اعلاميه کې زياته شوې: «د جرمونو نړيواله محکمه آي سي سي به د يوې محکمې په توگه خپل کار پرته د کوم خنډه د خپلو بنسټيزو اصولو سره سم او د قانون د حاکميت د پراخې مفکورې په رڼا کې پرمخ يوسي.»

آیا رسمي څيړنې په مخکې دي؟

جان بولتن چې يو سخت دریځه محافظه پال بلل کيږي په دې څرگندونو سره د جرایمو نړيوالې محکمې د سترې قاضۍ د هغو هڅو پر وړاندې غبرگون ښوولی چې په افغانستان کې یې د امريکايي عسکرو  د احتمالي جنگي جرمونو په اړه د څيړنو په لاره اچولو له پاره پيل کړي دي.  جان بولتن وويل: «د جزا نړيواله محکمه هره ورځ کولی شي پر وطن مينو امريکايي عسکرو باندې دعوې وکړي او د دوی پر وړاندې رسمي پلټنې اعلان کړي. هغوی چې پخپله خوښه د (۲۰۰۱م کال) د سپتمبر د ۱۱ نيټې تر بريدونو وروسته زموږ د ملت، هيواد او زموږ د کورنيو د ساتنې په موخه خپل ژوند په خطر کې اچوي.»

Fatou Bensouda Chefanklägerin am ICC
د جزا د نړيوالې محکمې مشره قاضۍ فاتو بندوساانځور: ICC

د جزا د نړيوالې محکمې سترې قاضۍ فاتو بيندوسا، چې د گامبيا سره تړاو لري، د ۲۰۱۶ م کال د يوه رپوټ په ترڅ کې د امريکا پر بهرنۍ استخباراتي ادارې «سي آيي ای» او امريکايي عسکرو د زندانيانو د ربړولو او يا له دوی سره د وحشيانه چلن تور لگولی وو.

د رپوټ په حواله زياتره دا پېښې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴م کالونو ترمنځ شوي دي. سي آيي ای د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د يولسمې تر بريدونو وروسته د تحقيق يا پوښتنو گرويږنو يو پروگرام رامنځته کړې وو څو د ترهگرۍ په شک نيول شوي د معلوماتو ورکړې ته آماده کړي. په دې پروگرام کې به پر نورو سربيره زندانيان خوب ته نه پريښودل کيدل او د «Waterboarding» يا په اوبو کې د غوته کولو طريقه چې په نړيواله کچه سخته غندل شوې ده، هم شامله وه.

امريکا متحده ايالات د جرایمونړيوالې محکمې چې په ۲۰۰۲ م کال کې تاسيس شوې، غړيتوب نه لري. افغانستان یې بيا په ۲۰۰۳م کال کې غړيتوب ترلاسه کړ.