1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن مسکو ته د سوریې له کبله ګواښ وکړ

آژانسونه / مسعود جهش۱۳۹۴ شهریور ۱۵, یکشنبه

واشنګټن کریملین ته د سوریې د کړکیچ د ژورولو له کبله ګواښ کړی دی. داسې اندیښنې شته چې روسیه کیدای شي له پوځي لحاظه د اسد د پیاوړي کولو له پاره چمتوالی نیسي.

https://p.dw.com/p/1GRqy
انځور: Getty Images/AFP/M. Theiler

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د سپتامبر ۶مه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې او هغه ته یې د هغو نا تایید شویو رپوټو له کبله ګواښ وکړي چې ښيي روسیه غواړي په مستقیم ډول د سوریې په شخړه کې ښکیل شي.

جان کیري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته وویل چې که د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شنبې ورځ رپوټ سم وي نو روسیه کیدای شي چې د سوریې کړکیچ لا هم ژور کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې کیري خپل روسی سیال ته ویلي دي چې د سوریې په کړکیچ کې د روسیې ښکیلتیا کیدای شي چې لا ډیر کسان ووژني، د کډوالو کړکیچ قوي کړي او په سوریه کې د اسلامي دولت ځواکونو سره د مخامخیدو ګواښ لا لوړ کړي.

د نیویارک ټایمز په رپوټ کې راغلي دي چې روسیې یو د هوایي ترافیک د کنترول ګرځنده سیستم چمتو کړی دی او سلهاو کسانو ته یې د سوریې په هوایي ډګر کې استوګنځایونه چمتو کړي دي. دغې ورځپاڼې همداراز د نه نومولو شویو چارواکو په حواله لیکلي دي چې روسیې د سپتمبر میاشتې له پاره د سوریې پر پولو باندې له ګاونډیو هیوادونو څخه د پوځي الوتنو غوښتنه کړې ده.

تیره اونۍ اسرائیلي رسنیو رپوټ ورکړ چې روسیه غواړي له اسلامي دولت سره د جګړې په موخه سوریې ته وسلې واستوي.

مخ په ډیریدونکی اختلاف

د جمعې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې لا تر اوسه پورې وختي دی چې د اسلامي دولت پر ضد د يوځیانو د استولو په اړه خبرې وشي. خو هغه پر دې موضوع باندې هم ټینګار وکړ چې باید له لوژیستیکي او روزنیز لحاظه د سوریې د پوځ ملاټړ وشي.

روسیه د سوریې د ولسمشر بشارلاسد، له نزدې متحدینو څخه شمیرل کیږي. مسکو له ډیر وخت راهیسې دمشق ته پوځي تجهیزات ورکوي. روسیې د امنیت په شورا کې هم له خپل ویتو حق څخه په کار اخیستلو سره له واک څخه د بشارلاسد د کوښه کولو هڅو مخه نیولې ده.

د جمعې په ورځ پوتین یو ځل بیا د اسد ملاتړ وکړ او ویې ویل چې هغه له ښه اپوزیسیون سره واک شریکولو ته چمتو دی.