1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وانگ يي: د افغانستان امنيت پر اقتصاد تړلی دی

خليل الرحمن اُميد / کابل۱۳۹۲ اسفند ۳, شنبه

د چین د بهرنیو چارو وزیر په کابل کي وویل چي چين د کابل او واشنگتن د امنیتي تړون مخالف نه دی او نه به داسي یو تړون د چین پر مرستو اغیزه وکړي، خو هیله یی څرگنده کړه چی په دغه تړون کی د سیمي «اندیښنې هم پام کي ونیولي شي»

https://p.dw.com/p/1BDr5
انځور: DW

د چين د بهرنيو چارو وزير، وانگ يي په کابل کي وويل چي د افغانستان سره د چين مرستي د کابل او واشنگټن تر منځ پر امنيتي تړون ندي محدودي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانگ يې په کابل کي وويل چې د افغانستان امنیت پر اقتصاد پورې تړلی او په یاده برخه کې به چين خپلو مرستو ته دوام ورکوي. هغه دا هم وويل چې امریکا باید د افغانستان تر څنګ د سیمې د هیوادونو استقلالیت او ارزښتونه په پام کې ونیسي. نوموړي زياته کړه: « زه هيله لرم چي د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکي د دې سبب شي چي د افغانستان حاکميت او مځکنۍ بشپړتيا پياوړي شي. زه هيله مند يم چي دغه اړیکي به د افغانستان سره د سولې، پرمختگ او انکشاف په ترڅ کي کومک وکړي. په عين حال کي زه دا هيله هم لرم چي پدې لړ کي ټوله سيميزه تويشونه په پام کي ونيول سي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر، ضرار احمد عثماني سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته په ډاګه کړه چې هیواد یې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته چمتو دی. وانګ یي وویل چې د افغانستان نا امني یې ددغه هیواد سره پر پوله پرتو ولایتونو ته ګواښ کیدای شي چې له همدي کبله غواړې د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

وانګ يي د نورو خبرو او مرستو د ژمنو تر څنګ دا هم وویل چې له افغانستان سره به یې مرستې د امریکا او یا هم هر بل هیواد سره د افغانستان د اړیکو قرباني نشي. نوموړي زياته کړه: « زه به ووایم چې د چین مرستې به د بل هیڅ بهرني هیواد تر اغیز لاندې رانشي. د چین پالیسي یوازې دا ده چې د افغانستان ملاتړ وکړي او د افغانستان سره مرسته د چین له پاره ډیره مهمه ده.»

« سوله او د لېږد پروسه»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، ضرار احمد عثماني وويل چې د چین د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ورسره پر بیلابیلو برخو خبرې اترې کړي چې مهمې یې د افغانستان پر سوله او د لیږد پر پروسه راڅرخېدې.

عثماني همدا شان وويل چې د چین هیواد ورسره د کرهڼې، امنیت ،پوهنې، سولې او اقتصاد په برخو کې د مرستو ژمنې کړي دي چې همدا نن یې د کرهڼې په برخه کې د مرستو یو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې افغان ځواک د خپلې خاورې د ساتلو وړیتا لري خو د چین له هیواد څخه یې د خپل ځواک د تجهیز او لا روزنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

ضرار احمد عثمانې وويل چي په دې باور دی چې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په امنیت ساتنه کې پاکستان رول لري. د نوموړي په وينا باید چین د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه والې کې ځان دخیل کړي. نوموړي زياته کړه: « موږ تمه لرو چې د چین د خلکو جمهوریت به د تل په شان د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه والي کې ډیرې هڅې وکړي. د پاکستان همکاري د ټاکنو په امنیت ساتنه کې خورا مهمه ده.»

استخباراتي همکاري

عثمانې له وانګ يې څخه دا هم وغوښتل چې چين دي د افغانستان سره استخباراتي اړيکې لا غښتلې کړي تر څو د تروریزم په له منځه وړلو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د نړۍ یو شمیر هیوادونو د افغانستان له پاره خپلې مرستې د امریکا او افغانستان تر منځ په امنیتي تړون پورې تړلې بللې خو چین وایې چې که امریکا وي او که نه، دغه هيواد به د افغانستان له پاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

چين د ۲۰۰۱ کال راهيسي د افغانستان سره د بيا رغونې په ترڅ کي خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده. نوموړی هيواد په افغانستان کي په زياته بيا د اقتصاد په برخه کي زيات فعال پاته سوی دی. د چين شرکتونو په افغانستان کي د سړک جوړونې زیاتي پروژې پر مخ بېولي دي.

د عينک د مسو کان چي په سيمه کي د مسو يوه لويه ځېرمه بلل کيږي، په پام کي نيول سوې چي د چين لخوا به به استخراج سي. د دې تر څنگ د چين د پتروليمو کمپنۍ د افغانستان په شمال کي د نفتو په استخراج بوختي دي.