1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: شمالي کوریا پنځه دیپلوماتان اعدام کړي

۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعه

د سویلي کوریا یوې ورځپاڼې د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چې شمالي کوریا امریکا متحده ایالاتو ته خپل د اتومي پروګرام پر سر خبرو اترو استازی اعدام کړی دی. پر دې سربيره څلور نور ديپلومات هم امريکا ته د جاسوسۍ په جرم اعدام شوي دي.

https://p.dw.com/p/3JZCL
Nordkorea Kim Jong Un in Pjöngjang
انځور: picture-allianvce/AP Photo/Korean Central News Agency

«چوسن البو» ورځپاڼي د داسې سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي دي چې کیم هایک چول، او د بهرنیو چارو وزارت څلور کارکوونکي په مارچ میاشت کې د پیانګیانګ په میرم هوایي ډګر کې اعدام شوي دي.

پر دغو ټولو کسانو باندې امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ تور لګول شوی وو. کیم هایک چول، امریکا متحده ایالاتو ته د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر سره خبرو استازی وو.

کله چې کیم هایک چول، د ویتنام د غونډې پر مهال د کاري خبرو د مشر په توګه وټاکل شو، نو هغه په شمالي کوریا کې داسې یو سیاستوال بلل کیدی چې ډیر ژر د پرمختګ په حال کې وو. خو د هغه د تجربې او مهارتونو په اړه ډیر کم معلومات موجود ول. په هغو کسانو چې د کیم هایک چول تر څنګ یې د اعدامیدو خبر ورکړل شوی، په ویتنام کې د شمالي کوریا دیپلوماتان شامل دي.

ورځپاڼې د سرچینې په حواله لیکلي دي: «هغه امریکا متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ او له دې کبله چې د امریکا په نیت په مناسب ډول له پوهیدو پرته یې د [اتومي] مذاکراتو په اړه رپوټ ورکاوه، په جرم اعدام شو.»

د روان کال په فيبروري میاشت کې د ویتنام په پلازمینه کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، تر منځ غونډه ځکه بې نتيجې پای ته ورسیده چې واشنګټن د کوریا د ټاپووزمې د بشپړ غیر اتومي کیدو غوښتنه کوله او پیانګیانګ بیا غوښتل چې ورباندې لګیدلي بندیزونه نرم شي.

رویتز خبري آژانس په مستقله ټوګه د دې خبر په تائیدېدو نه دی توانیدلی. تر دې مخکې هم د شمالي کوریا د ځينو چارواکو د اعدامیدو او یا له منځه تلو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو بیا وروسته هغوی په نورو دندو کې تر ګومارني وروسته، راڅرګند شوي دي.

په سویلي کوریا کې د »دواړو کوریاو« د یوځای کیدو له وزارت څخه یوه چارواکي په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده. د سویلي کوریا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې بیا یوه بل چارواکي ویلي دي چي د نه تائید شویو رپوټونو په اړه نظر ورکول مناسب کار نه دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د جمعې په ورځ برلین ته د خپل سفر پر مهال وویل چې هیواد یې اوس د شمالي کوریا د دغه چارواکي د اعدام د تائيد موندلو هڅې کوي.

پمپیو تر دې مخکې هم په یوې تلویزیوني مرکه کې ویلي ول چې داسې ښکاري چې په راتلونکې کې به د شمالي کوریا په استازیتوب له هغه سره بل څوک مذاکرات کوي، خو پمپیو ټینګار کړی وو چې لا تر اوسه پورې په یقین سره په دې خبره نه پوهیږي.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې داسې نخښي نښانې شته چې ښيي کیم هایک چول او د بهرنیو چارو وزارت څلور نور کارکوونکي دې مجازات شوي وي، خو د دې ثبوت چې هغوی دې اعدام شوي وي په لاس کې نه شته. د دې سرچینې په حواله دغه کسان ښايي د اجباري کار یوه کمپ ته استول شوي وي.

د «چوسن البو» ورځپاڼي په حواله ځيني نور چارواکي بیا مجازات شوي هم دي. د ورځپاڼې په حواله کیم یونګ چول، چې کیم جونګ اون، ته ډیر نزدې بلل کېدله، د جبري کار یوه مرکز ته استول شوې ده.

ms/nz (reuters)