1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: طالبان په افغانستان کي د ناټو سره جګړې ته دوام ورکوي

۱۳۸۹ آذر ۱, دوشنبه

د طالبانو استازي ويلي دي چي جنګيالي به يې ناټو ځواکونه دې ته مجبوره کړي چي تر ۲۰۱۴ کال د مخه د افغانستان څخه ووزي.

https://p.dw.com/p/QFRQ
د ميوند په سيمه کي يوه ډله طالبان
د ميوند په سيمه کي يوه ډله طالبانانځور: picture-alliance/dpa

امريکايي ورځپاڼه لاسانجلس ټايمز ليکي چي ۲۰۱۴ کال د امريکا لخوا چي د ايساف ځواکونو مشري کوي په افغانستان کي د جګړې د پای او افغاني ځواکونو ته په بشپړه توګه د امنيت سپارلو کال ټاکل سوی.

په هغه اعلاميه کي چي د ناټو د ليزبن تر سرمشريزي وروسته د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد لخوا رسنيو ته لېږل سوې ده، پکښي راغلي چي ناټو نسي کولای تر ۲۰۱۴ کاله پوري يو با ثباته افغان حکومت جوړ کړي.

په دې اعلاميه کي د ولسمشر کرزي لخوا د سولي د خبرو اترو د وړانديز په اړه چي ويلي يې دي د طالبانو سره به خبري وکړي څه نه دي ويلي.

لکه څنګه چي ويل کيږي، په ليزبن کي د ناټو ځواکونو د غړو هيوادونو مشرانو د بارک اوباما هغه غوښتنه ومنل چي وايي په ۲۰۱۱ کال کي دي افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليت سپارلو پروسه پيل او د ۲۰۱۴ کال تر پايه دي بشپړه سي.

لاسانجلس تايمز ورځپاڼه ليکي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو دنده دا وي چي افغان امنيتي ځواکونه اماده او روزنه ورکړي.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي چي طالبانو به تر هغه پوري يوه شپه هم چپ کښې نه ني تر څو يې د خپل هيواد خپلواکي نه وي تر لاسه کړې. هغه دغه راز ويلي دي چي « د هغه وخت په تمه به هيڅ کله کښې نه ني چي د بهرنيو ځواکونو د وتلو موده پوره کيږي.»

هغه کاږي چي « په وروستيو ۹ کلونو کي غاصبان په دې و نه توانيدل چي په کابل کي يو دولتي سيسټم جوړ کړي، نو په راتلونکي کي به هم و نه توانيږي چي جوړ يې کړي.»

ورځپاڼه ليکي چي که څه هم په کابل کي د ايساف ځواکونو استازي وايي چي د هغه وخت راهيسي چي د امريکا متحده ايالاتو افغانستان ته نور اضافي عسکر لېږلي دي د هغه هيواد په ټولو اړخونو کي د پام وړ پر مختګونه سوي دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: رحيله اميري